د امریکا د فشار سربیره، ایران بل بالستیک میزایل وازمایه

تهران ویلي دي چې دا میزایل ٢٠٠٠ کیلومتره واټن وهي او د ګڼو وسلو د لیږدولو وړتیا لري

د ایران دولتي رسنیو ویلي چې هیواد یې په بریالیتوب سره یو نوی منځنی واټن ویشتونکی بالستیک میزایل وازمایه. دغه میزایل چې "خرم شهر" نومول شوی د جمعې په ورځ په پوځي رسم گذشت کې نندارې ته وړاندې شوی و.

د ایران دولتي تلویزیون ددغه میزایل د ازموینې ویدیو خپره کړې، خو دا نده څرگنده شوې چې څه وخت او چیرته دغه بالستیک میزایل ازمایل شوی دی.

تهران ویلي دي چې دا میزایل ٢٠٠٠ کیلومتره واټن وهي او د ګڼو وسلو د لیږدولو وړتیا لري.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د جمعې په ورځ وویل چې هیواد به یې د خپلو میزایلو قوت نور هم پیاوړی کړي او ددې کار لپاره به د هیڅ هیواد نه اجازه وانخلي.

داسې بریښي چې واشنگټن به د ایران ددغه نوي میزایل په ازموینې ناخوښ وي.

د تیرې سه شنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل چې ایران د خپلو میزایلو سیستم تقویه کوي او تهران یې په یمن، سوریې او د منځني ختیځ په نورو هیوداونو کې د تاوتریخوالیو په پراخولو تورن کړ.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن، ویلي چې ایران د ٢٠١٥ کال د اټومي موافقې نه په څرگنده سرغړونه کوي. ښاغلي تیلرسن دا هم ویلي چې د ایران سره اټومي موافقه باید بدله شي، که نه نو امریکا به له دې تړون نه ووځي. خو ایران ویلي دي چې ددې موافقې په اړه به بیا خبرې ونه کړي.

جمهور رئیس ټرمپ همداشان د امریکا په گډون د نړۍ د شپږو هیوادونو بریتانیا، فرانسې، روسیې، چین او جرمني سره د ایران په اټومي موافقې انتقاد وکړ.

د ایران د اټومي موافقې له مخې تهران د یورانیمو غني کول چې د هغې نه د اټومي وسلو په جوړولو کې کار اخیستل کیږي، ودرول، او په بدل کې یې پر هغه هیواد باندې نړیوال بندیزونه لغوه شول.