ایران د افغان سولې بهیر کې د ګاونډیانو په نه شاملولو انتقاد وکړ

ایران وايي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې باید له ګاونډیو هېوادونو سره مشورې وشي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین، عباس عراقچي د یوناما د دفتر له سیاسي معین سره په خبرو کې وویل " د ګاونډیو هیوادونو سره مشوره کول او د هغوې اندیښنو ته توجه کول به له طالبانو سره د مذاکراتو په کامیابېدو کې له افغانستان سره ډیره مرسته وکړي. "

د ایران دولتي خبري اژانس د عراقچي له خولې لیکلي دي چې د سولې دغه بهیر یو اړخیز دی او نور ترې حذف او لېرې کړل شوي دي. دغه امریکايي چارواکو له طالبانو سره د سولې په بهیر کې د امریکا نیت ته د شک په سترګه ګوري.

ایرانی چارواکي داسې مهال دا خبهر کوي چې افغان حکومت له طالبانو سره د مذاکرې لپاره پلاوی ټاکلی دی او امریکايي چارواکي هیله لري چې له طالبانو سره د سولې کومې موافقې ته ورسیږي.

ایران په افغانستان کې د امریکا په نظامي موجودیت تل اندېښنه ښودلې ده، خو کابل هڅه کړې چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د اړیکو توازن وساتي او افغانستان د دواړو هېوادونو د سیاسي او نظامي جګړې په ډګر بدل نشي..

په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د هغې بمي چاودنې پړه پر ایران واچوله چې په کې څلور امریکایي سرتیري ټپیان شوي و.