غني: د اسلامي هېوادونو یو موټی دریځ د قدس ستونزه حلولی شي

ښاغلي غني له مسلمانو هېوادونو وغوښتل چې ترهګري وغندي

ولسمشر غني په ترکیه کې د اسلامي هېوادونو د کنفرانس نه وغوښتل چې باید په افغانستان او نړۍ کې ترهګر او ترهګري وغندي.

ښاغلي غني او د نړۍ د شاوخوا ۵۰ مسلمانو هېوادونو استازي په استانبول کې ټول شوي وو او د اسرائیلو د پایتخت په توګه یې د قدس د رسمیت پېژندنې په اړه یې د امریکا د جمهوررئیس پریکړه وغنده. ګډونوالو دغه راز د ولسمشر ټرمپ پریکړه، د نړیوالې سولې او امنیت لپاره ګواښ وباله.

ولسمشر غني په استانبول کې د مسلمانو هیوادونو په بیړنۍ غونډه کې وویل "له پیوستون څخه په استفادې کولای شو د فلسطین د خلکو او حکومت سره د مرستې لپاره جامع پلان ترتیب کړو، ځکه واړه اقدامات او خورې ورې پروژې کافي نه دي".

ښاغلي غني همدغه راز له اسلامي هېوادونو وغوښتل "زموږ اسلامي تاریخ باید د زغم د تمدن په توګه احیا شي او همدارنګه تروریستي او له تاوتریخوالي ډک اعمال چې اصلي قربانیان یې مسلمانان او په ځانګړي ډول د افغانستان خلک دي، مردود او وغندل شي".

ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپېژنده او وویل چې ژر به د امریکا سفارت هلته ولیږدوي. د ښاغلي ټرمپ دغه اعلان په نړۍ کې د ډېرو مسلمانو او نامسلمانو هېوادونو غبرګونونه راوپارول.

د افغانستان په ګډون په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې مظاهرې وشوې او دا پرېکړه یې وغندله، خو اسرایلو د ښاغلي ټرمپ پرېکړه وستایله.