غني او ووټل پر تروریزم او ټاکنو وغږېدل 

ارګ وايي جنرال ووټل د دوشنبې په ورځ (جولاۍ ۲۳) په ارګ کې ولیدل

ولسمشر اشرف غني د متحدو ایالتونو د پوځ د مرکزي قومندانۍ له مشر جوزف ووټل سره لیدلي او پر ځینو مهمو مسایلو یې خبرې کړي دي.

د ارګ اعلامیه وایي چې دواړو خواوو "د ټاکنو د امنیت، د سولې د بین الافغاني مذاکراتو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او لا پیاوړتیا او تروریزم سره د ګډې مبارزې په اړه خبرې وکړې."

د دوی د خبرو ډېر جزییات نه دي راوتلي، خو په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو ته شاوخوا درې او ولسمشریزو ټاکنو ته یوه کال پاتې دي. نړیواله ټولنه او افغان حکومت ټېنګار کوي چې باید ټاکنې وشي، شفافي او عادلانه وي.

د اعلامیې له مخې دواړو مشرانو همدغه راز د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ پر تګلارې هم خبرې وکړې او هغه یې د سیمې لپاره ګټوره او بریالۍ وبلله.

ولسمشر تېرکال خپله تګلاره اعلان کړه چې په کې پر پاکستان سخت فشار راوړل شوی چې په خپلې خاورې کې د ترهګرو د ځپلو لپاره جدي اقدامات وکړي.

د متحدو ایالتونو د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر داسې مهال له ولسمشر غني سره ګوري چې کابل له طالبانو سره تر بل هر وخت او د سولې خبرو هلې او امریکا هم پر پاکستان فشارونه زیات کړي چې د طالبانو مشران د سولې خبرو ته کینوي.

تېره اونۍ نیویارک ټایمز راپور ورکړ چې سپینې ماڼۍ خپلو دیپلوماتانو ته دنده سپارلې ده چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو زمینه برابره کړي، خو امریکایي چارواکو دغه خبر تاييد نکړ. افغان حکومت دا اقدام وستایه خو ټېنګار یې دا دی چې مذاکرات باید د افغانانو په مشرۍ وشي.

د یکشنبې په ورځ له څه باندې یو کلن تبعید وروسته د ولسمشر ټرمپ لومړی مرستیال جنرال دوستم افغانستان ته راستون شو او په خپلو خبرو کې یې له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو کلکه ننګه وکړه او وویل چې باید سوله د افغان حکومت په لومړیتوبنو کې وي.

Your browser doesn’t support HTML5

ووټل او غني سره په تروریزم او ټاکنو وغږېدل