شاهد اپریدي ویلي چې په شپږیزه کې لوبې نه شي کولای.
شاهد اپریدي له افغان حکومت، کرکټ بورډ او سپين غر ټيم څخه مننه کړې چې په شپږیزې کې یې د لوبو کولو بلنه ورکړې وه.
خو ښاغلی اپریدی وایي چې د کورنیو ستونزو له کبله په دغو سیالیو کې برخه نشي اخیستلی.
هغه دغه څرگندونې د خپل ټویټر په یو پیغام کې کړې دي.
Very thankful to AFG gvt, @ACBofficials &MuslimYar sb. Speenghar Tigers to invite me. But I have some vry urgent family issue comeup 1/2
— Shahid Afridi (@SAfridiOfficial) September 8, 2017
شاهد اپریدي دمخه ویلي وو چې په شپږیزه کې به لوبه وکړي.
اپریدي چې ټاکل شوې وه د سپين غر په ټيم لوبه وکړي، وایي ژر به کابل ته ځي او د سولې لپاره به کار کوي.
د یادونې وړ ده چې د شپږیزې په نامه د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا د افغان کرکټ لیگ لوبې د سپتامبر په ١١ په کابل پیل شي او د سپتامبر په ٢٢ به پای ته ورسیږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وایي چې سږکال شاوخوا ۳۰ بهرني لوبغاړي، روزونکي او څارونکي په دغو سیالیو کې برخه اخلي.
دا پنځم وار دی چې په کابل کې د کرکټ د شپږیزه سیالۍ کیږي.