د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان په کرکټ کې یو بل نوی تاریخ جوړ کړ


afghanistan cricket rashid khan
afghanistan cricket rashid khan

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې وتلي لوبغاړي راشد خان د ویسټ انډیز په کورنیو سیالیو کې یو نوی تاریخ جوړ کړ.

راشد خان د سي پي ال په سیالیو کې په دریو توپونو درې لوبغاړي وسوځول چې په کرکټ کې هېټرېک بلل کیږي.

راشد خان لومړنی لوبغاړی دی چې د سي‌ پي ال په تاریخ کې هېټرېک کوي، دا په کرکټ کې د راشد خان لومړنی هېټریک هم دی.

هېټریک د چهارشنبې په ورځ ( سپتمبر۷) په ویسټ انډیز کې د راشد خان د لوبډلې امازان واریرز او جامایکا تلهواس ترمنځ سیالیو کې وشو.

راشد خان په دغه هېټریک سره د سي پي ال په پنځو غوره توپ‌ اچوونکو کې هم راغی چې په ۱۱ لوبو کې یې ۱۳ کسان سوځولي‌ دي.

د ویسټ‌ انډیز دغه سیالۍ تجارتي‌ دي‌ چې په اول ځل په کې دوه افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي لوبیږي.

د محمد نبي لوبډله د دغو سیالیو پایلوبې ته وتلې ده. د دغو سیالیو ګټونکې لوبډله به د محمد نبي د لوبډلې له لوري‌ له ماتې شوې لوبډلې سره بیا لوبه کوي‌ او ګټونکې به یې پایلوبې ته وځي. دا د سي پي‌ ال سیالیو پنځم دور دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG