کابل کې دوه چاودنو دوه مسافر وړونکي بسونه په نښه کړي

عکس: ارشیف

په کابل ښار کې مقامات وایي چې نن د جون په لومړۍ نیټه (غبرګولي ۱۱) ماښام دوه ځانګړو چاودنو د درېیمې حوزې په ساحه کې دوه مسافر وړونکي "کاستر" موټر په نښه کړل.

په لومړۍ چاودنه کې چې د اهل بیت جومات په وړاندې د افغانستان د جمهور رئیس د سلاکار حاجي محمد محقق کور ته نژدې وشوه شپږ ملکي وګړي وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د کابل پولیس وایي دوهمه چاودنه هم نن ماښام د کابل ښار د درېیمې ناحیې په مربوطاتو کې په یو "کاستر" مسافر وړونکي موټر شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامز، دغه چاودنه رسنیو ته تائید کړې، خو د هغې څخه د رامنځ شویو تلفاتو او تاوان په اړه یې څه ندي ویلي.

د محلي رسنیو د رپوټونو له مخې په دوهمه چاودنه کې چې د لومړنۍ چاودنې څخه څو دقیقې وروسته وشوه دوه تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

له دې دمخه د پروان ولایت مقاماتو ویلي وو چې د چاریکار په ښار کې د یو مقناطیسي ماین په چاودنه کې د ملي امنیت درې کارکوونکي وژل شوي او پنځّ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پروان د دولتي روغتون امر عبدالقاسم سنګین، امریکا غږ ته ویلي چې د پیښې ټول قربانیان ددې ولایت د ملي امنیت کارکوونکي دي.

درې ورځې مخکې هم د پروان ولایت په مربوطاتو کې د البیروني پوهنتون د استادانو او محصلینو پر یو موټر د ماین چاودنه شوې وه چې څلور تنه په کې مړه او ۱۱ ټپیلن شوي وو.

په اختر کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د درې ورځني اوربند وروسته بیا په افغانستان کې چاودنو او جګړو زور اخیستی دی. دد

تر اوسه د کابل د تازه چاودنو مسولیت چا ندی منلی.