د کابل پولیس: د مخدراتو د مخنیوي لپاره ځانګړی پلان لرو

د کابل پولیس وايي، چې د مخدره موادو استعمال او کاروبار جنايي جرمونو ته زمینه برابره کړې او په دغه ښار کې نږدې ټول جنايي جرمونه د همدغو موادو د موجودیت له امله ترسره کیږي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ سرپرست مل پاسوال داوود امین د یکشنبې په ورځ (مارچ ۴) په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې په دغه ښار کې د مخدراتو د مخنیوي لپاره ځانګړي پلانونه جوړ کړي دي.

ښاغلي امین وویل "موږ په کابل ښار کې له مخدره موادو څخه جدي ګواښونه لکه غلاوې، بداخلاقي او ناامني لرو، په دې اړه مشخص پلانونه لرو، چې باید ښه پاملرنه ورته وکړو".

د کابل د امنیې قوماندانۍ سرپرست پر وینا، که د کابل پولیس د مخدراتو په مخنیوي او له منځه وړلو کې برلاسي شي، نو ورسره به په دغه ښار کې د جنايي جرمونو کچه هم راټیټه شي.

مل پاسوال داوود امین په کابل ښار کې د مخدره موادو د کاروباریانو پر ضد د مبارزې پلان په اړه زیات معلومات ورنکړل خو ویې ویل "که موږ په کابل ښار کې مخدره مواد ختم کړو او ورباندې حاکم شو، موږ کولی شو چې په کابل ښار کې د ټولو جرمي موضوعاتو کچه راکمه کړو او له منځه یې یوسو".

د کابل د امنیې قوماندانۍ نوي ګومارل شوي سرپرست، په دې برخه کې د کابل د ځوانانو او د مدني ټولنې فعالینو همکاري اړینه وبلله او له هغوی څخه یې وغوښتل، چې د معتادینو په راټولولو او د مخدره موادو د قاچاقبرانو په نیولو کې له پولیسو سره همکاري وکړي.

په کابل ښار کې د مخدره موادو څه د پاسه سل زره معتادین شته، چې لویه برخه یې د دغه ښار په مختلفو سیمو کې له خپلو کورنیو لرې، د سړکونو پر سر، پارکونو او د کابل په سیند کې د پلونو لاندې ژوند کوي.

په نشه يي توکو دا روږدي له مختلفو لارو چارو څخه په استفادې پیسې پيدا کوي او د خپل د اړتیا وړ مخدره مواد ورباندې اخلي.

اکثره معتادین پر پولیسو تور لګوي، چې د مخدره موادو له کاروباریانو سره لاس لري او له همدې امله دوی د ښار په هره برخه کې په ډیره آسانۍ مخدره مواد ترلاسه کولی شي.