د سولې خبرې او تازه جګړې؛ خالد: موږ تعرض نه دی کړی

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د سولې له مذاکراتو سره هم‌مهاله په افغانستان کې د طالبانو بریدونه زیات شوي، خو افغان ځواکونو هیڅکله تعرض نه دی کړی.

د دغه وزارت سرپرست اسدالله خالد د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۱۷ (وږي ۲۷) وویل ښايي د طالبانو دغه بریدونه د سولې په مذاکراتو کې د زیاتو امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره وي.

ښاغلي خالد د کومې شمیرې له وړاندې کولو پرته وویل چې په دغو بریدونو کې د "دښمن" تلفات درې برابره لوړ دي: "د دې لپاره چې بین‌الافغاني مذاکراتو ته زیان نه وي رسېدلی، موږ ټولې پېښې مطبوعاتي کړي نه دي. که هدف دا (امتیاز اخیستل) وي خواشینی یم چې د چنو وهلو لپاره لا هم موږ د افغانانو وینې تویوو".

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې افغان حکومت سوله غواړي او طالبانو ته یې په خطاب وویل چې په جګړه کې به هیڅ‌کله بریا ترلاسه نه کړي.

هغه زیاته کړه: "په داسې حال کې چې په ټول ځواک سره د سولې له مذاکراتو څخه دفاع کوو؛ خو په کې به ټول ارزښتونه خوندي وي. هغه وخت تیر شوی چې افغان ښځه به په بازار، کوڅه یا سټېډیوم کې په دُرې ووهل شي".

ښاغلي خالد ټینګار وکړ چې افغانستان بیرته شاته نه ورګرځي او افغان ځواکونه به چاته اجازه ورنکړي چې د سولې په خبرو کې د افغانستان د خلکو په ارزښتونو معامله وکړي.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې روانه اونۍ په قطر کې د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل پرانیستې غونډه وشوه.

د افغان دولت او د طالبانو مرکچي پلاوي لا هم په پلازمینې دوحه کې د سولې د مذاکراتو لپاره د کړنلارې د جوړولو او د اجنډا ټاکلو په تړاو په خبرو بوخت دي چې تراوسه توافق ته نه دي رسېدلي.