خلیلزاد: افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه توافق نه‌دی شوی

د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه تر اوسه له طالبانو سره موافقې ته نه دی رسیدلی.

ښاغلي خلیلزاد له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې افغان حکومت هم رول لري.

هغه زیاته کړې: "په هغو مسلو چې فیصله نه ده شوې، یوه یې همدا ده".

له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، چې د امریکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ غواړي، چې په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا د جمهوري ریاست له انتخاباتو څخه مخکې، له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو بهیر پیل کړي.

افغان حکومت ویلي، چې ښاغلي پمپیو جمهور رئیس محمداشرف غني ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان په اړه د امریکا په ستراتیژۍ کې بدلون نه دی راغلی او ټینګار یې کړی، چې د امریکايي ځواکونو د شمیر راکمول د افغانستان شرایطو پورې تړلی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې ښاغلی خلیلزاد له طالبانو سره د اتم پړاو مذاکراتو د پیلولو لپاره د چهارشنبې په ورځ له کابل څخه دوحې ته روان شوی دی.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټر کې لیکلي، چې دوحې ته په لاره کې به په اسلام‌آباد کې دمه وکړي.