د برلين غونډه؛ د لېبیا جنګي ډلو ته مهمات نه ورکول کېږي

د نړۍ رهبرانو پرېکړه کړې چې د لېیبا په جګړه کې ذیدخلو خواوو ته نور پوځي مهمات نه ورکوي.

د جرمني په برلین ښار کې د یک شنبې په ورځ [جنوري ۱۹] د یوې غونډې په ترڅ کې برخه والو ویلي چې د پرېکړې پر سرغړونکو به بندیزونه ولګوي.

د ملګرو ملتونو، اروپایې ټولنې، افریقايي ټولنې او عرب لیګ د استازو په شمول، د نړۍ دوولسو رهبرانو موافقه وکړه چې په لېبیا کې به شخړې ختموي.

د لېبیا د پوځ ځواکمن جنرال خلیفه حفتر د هېواد ختیځ کنټرولوي او روسیه، مصر او متحده عربي امارات یې ملاتړ کوي.

په طرابلس کې د فائض السراج له حکومت نه ملګري ملتونه، امریکا ځينې اروپايي هېوادونه او ترکیه ملاتړ کوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوربند د منلو له امله له سراج نه مننه کړې او له خلیفه حفتر نه یې غوښتي چې اوربند وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خبریالانو ته ویلي چې په لېبیا کې د بشپړ اوربند لپاره ډېر پرمختګ شوی دی.

همدارنګه، د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل وویل ټولې خواوې منلې چې په لېبیا کې سوله د خبرواترو له لارې راځي، نه په پوځي قوت.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزف بورېل ویلي چې په لېبیا کې دې اوربند باید جدي وڅارل شي. هغه وویل داسې نه کېږي چې "اوربند ووایې او هېر یې کړئ."

Your browser doesn’t support HTML5

د برلين غونډه؛ د لېبیا جنګي ډلو ته مهمات نه ورکول کېږي