کورنیو چارو وزارت: د قیصاري په اړه د شکایتونو له څیړلو وروسته اقدام کوو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د نظام‌الدین قیصاري له خوا د خلکو د ځورولو او د غیرمسوله وسله‌والو د درلودلو په اړه "زیات شکایتونه" شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیالې مروه امیني امریکا غږ ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت د دغو شکایتونو په تړاو څیړنه پیل کړې ده.

هغې زیاته کړه: "پر قیصاري شکایتونه ډېر شوي دي، د غیرمسوله وسله‌ والو په اړه چې دی یې ځان سره ګرځوي، د خلکو ځورونه او ځینې نور کارونه یې چې کړي دي، دا شکایتونه رسېدلي دي، موږ یې څیړو او وروسته له هغې به اقدام وکړو".

په بلخ کې یوه دولتي سرچینه وايي چې افغان امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د جنبش اسلامي د قوماندان نظام‌الدین قیصاري کور کلابند کړی دی.

تر اوسه څرګنده نه ده چې افغان ځواکونو د نظام‌الدین قیصاري کور ولې کلابند کړی دی او د بلخ پولیسو هم په دې اړه بې‌خبري ښودلې ده.

خو یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې انتخاباتي لانجو د قیصاري د نیولو مسله تر اغیزې لاندې راوستې او امنیتي ځواکونه به د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نتایجو له اعلان وروسته په دې برخه کې اقدام وکړي.

نظام‌الدین قیصاري د ۱۳۹۷ کال په چنګاښ میاشت کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په فاریاب کې نیول شوی وو، چې وروسته په یو شمیر شمالي ولایتونو کې د نوموړي په ننګه پراخ لاریونونه وشول او له شپږ میاشتنې بند وروسته بېرته خوشې شو.

فاریاب کې د قیصاري د وسله‌والو خوشې کول

د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د ملي امنیت او پولیسو له خوا تیره ورخ د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د نظام‌الدین قیصاري د زوی فرح‌الدین قیصاري اړوند اته غیر مسوله وسله‌وال نیولي وو، چې بېرته خوشې شوي دي.

د دغه ولایت د امنیت آمر نعمت‌الله طوفان امریکا غږ ته وویل: "فکر کوم ټولې قانوني او غیرقانوني وسلې یې بېرته ورکړې".

یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل چې د ملي امنیت صفر یو قطعې د نظام‌الدین قیصاري د زوی شاوخوا ۲۵ تنه غیرمسوله‌ وسله‌وال له ۵ میله پیکا، یو راکټ‌لانچر او کلاشینکوفونو سره نیولي وو.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.