ناټو د افغانستان د ټاکنو امنیت په ساتلو کې همکاري کوي

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت چارواکي وايي، چې د راتلونکو پارلماني ټاکنو د امنیت په ساتلو کې به له افغان امنیتي او دفاعي ارګانونو سره همکاري وکړي.

د ولسي جرګې ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د امنیتي او دفاعي قواوو وروستۍ غونډه پرون ماښام (وږي/سنبلې ۳۱) په ارګ کې جوړه شوې وه.

د جمهوري ریاست د مطبوعاتو دفتر، په یو بیان کې د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو د یو لوړپوړي چارواکي جنرال اندریو پوپاس له قوله لیکلي " د امنیت د تامین او ښو ټاکنو د ترسره کولو په موخه به خپل ټول امکانات د افغانستان د امنیتي او دفاعي ارګانونو په واک کې ورکړو".

جنرال پوپاس دغه راز، د ټاکنو د امنیتي پلان د تطبیق په موخه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خپلې هراړخیزې همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد په دغې غونډه کې د رایې ورکوونکو او نوماندانو د امنیت پر ساتلو ټينګار کړی او ویلي یې دي، هغه کسان چې ټاکنې اخلالوي پر وړاندې یې باید جدي اقدامات ترسره شي.

همدا شان د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین لوی پاسوال اخترمحمد ابراهیمي او د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال محمدشریف یفتلي، د ټاکنو پروسې د امنیت د ټینګښت په برخه کې ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې راتلونکې ټاکنې د تلې په ۲۸مه د رایې ورکولو په ۵۱۰۰ مرکزونو کې ترسره کیږي.

له دې وړاندې د رایې ورکولو په څه باندې ۷زره مرکزونو کې د ټاکنو د ترسره کولو اټکل شوی وو، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د امنیتي ستونزو له امله به شاوخوا ۲زره مرکزونه تړلي وي.