په لندن کې د ناټو په غونډه کې د دغه سازمان مشرانو یو وار بیا له افغانستان سره د خپلو مرستو او همکاریو پر دوام ټېنګار کړی دی.
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د چهارشنبې په ورځ (دسمبر۴) خبریالانو سره په خبرو کې د افغانستان د روانې جګړې په سوله ایز حل ټېنګار وکړ.
ښاغلي ستولتنبرګ وویل: "موږ افغانستان سره د خپلو مرستو دوام ته ژمن یو، موږ په دې باور یو چې د افغانستان د سولې د هڅو د ننګې/ملاتړ تر ټولو ښه او غوره لار د افغان ځواکونو روزل، له هغوی سره مرسته او سلا مشورې ورکول دي چې طالبان پوه شي هېڅکله د جګړې په ډګر کې نشي بریالي کېدی."
"We are committed to continue to support #Afghanistan because we strongly believe that the best way #NATO can support peace efforts is to train, assist & advise the Afghan security forces so that Taliban understand that they will never win on the battlefield."- @jensstoltenberg pic.twitter.com/oo5VBXoAPJ
— NATO in Afghanistan (@NATOscr) December 4, 2019
ښاغلي ستولتنبرګ همدغه راز له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیلولو لپاره د روانو هلو ځلو ننګه وکړه او ويې ویل: "ناټو د مذاکراتو ننګه کوي او موږ د یو سیاسي جوړ جاړي له لارې حل ته اړتیا لرو. د امریکا متحده ایالتونه د دغې پروسې په اړه د ناټو له ټولو ایتلافیانو او ملګرو سره له نژدې غږېدلي دي. "
نوموړی داسې مهال دا خبرې کوي چې زلمي خلیلزاد همدا نن په کابل کې له ولسمشر غني سره لیدلي دي او ارګ وایي چې ښاغلي غني خلیلزاد ته ویلي
دي چې له طالبانو سره په خبرو کې باید اوربند او له افغانستان څخه د باندې د هغوی د پټنځایونو مسئله جدي ونیول شي.