افغان امنیتي ځواکونو د "حقاني شبکې ۱۱ غړي" نیولي دي

د حقاني شبکې دغه غړي وروسته له هغې نیول شوي، چې تیره ورځ طالبانو د دغې شبکې د بنسټګر جلال‌الدین حقاني د مړینې خبر خپور کړ.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، چې په کابل ښار کې یې د حقاني شبکې ۱۱ غړي نیولي دي.

له دغه ریاست څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې د حقاني شبکې دغه غړي د کابل ښار د پنځمې او دولسمې ناحیو او د پغمان او بګرامۍ ولسوالیو په اړوند سیمو کې، د ملي امنیت ریاست د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي، چې نیو شویو کسانو په کابل ښار کې د تروریستي فعالیتونو په ترسره کولو، د ماین چاودنو او د دولتي کارکوونکو او قومي مشرانو په ترور کولو کې لاس درلود.

په بیان کې راغلي، چې له دغو کسانو څخه سپکې وسلې، ماینونه او ۳۰۰کیلوګرامه چاودیدونکي مواد ترلاسه شوي دي.

د حقاني شبکې دغه غړي وروسته له هغې په کابل کې نیول شوي، چې تیره ورځ وسله‌والو طالبانو د دغې شبکې د بنسټګر جلال‌الدین حقاني د مړینې خبر خپور کړ.

تیره اونۍ هم د افغانستان ملي امنیت د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د داعش ډلې اړوند یوه څلور کسیزه شبکه ونیوله، چې د وسلو او مهماتو د انتقال او ساتنې، جلب او جذب او کابل او ولایتونو ته د داعش ډلې د غړو د لیږد رالیږد مسولیت یې په غاړه درلود.