کابل کې 'د ملي امنیت ځواکونو برید کې د پنځو تنو د وژل کېدو' ادعا

د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو د ولسي پاڅون‌کوونکو یو قوماندان، چې د جمعیت اسلامي ګوند او د دولت جوړونکي انتخاباتي ډلې ملاتړی هم و له څلورو ملګرو سره تېره شپه په کابل کې وژلي دي.

د پېښې یو عیني شاهد قاري عبدالناصر د دوشنبې په ورځ د جنوري په شپږمه (مرغومي ۱۶مه) امریکا غږ ته وویل، آمر ستار د خپل یو ملګري په کور کې میلمه وو، چې تېر ماښام شاوخوا اوه بجې د ملي امنیت ریاست د ۹۹۹ قطعې ځواکونو پر دغه کور ناڅاپه برید وکړ.

هغه ادعا وکړه، چې د ملي امنیت ځواکونو پنځه تنه آمر ستار، د هغه زوی، خوریه او کوربه عبدالحفیظ او عظیم‌الله په ډزو ووژل او اوه تنه نور چې په دې میلمستیا کې یې برخه لرله شکنجه کړل.

عبدالناصر زیاته کړه: "وهل ډبول یې وکړل، شاوخوا دوه ساعته یې موږ لوڅې پښې په دې ژمي کې پر واورو ودرولو، وروسته یې ډېر وډبولو، په برچې، د وسلې په میل، هره وسیله چې یې لاس کې وه ترې استفاده یې وکړه".

د عیني شاهدانو پر وینا، دغه برید د ماښام په اوو بجو پیل او تر لسو دوام وکړ.

پر کوم کور چې برید شوی، د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې موقعیت لري.

د پېښې شاهدان ادعا کوي، چې آمر ستار د دولت جوړونکي انتخاباتي ډلې غړی و او د تیرو څو میاشتو راهیسې کې یې د دغې انتخاباتي ډلې له رهبرۍ سره نږدې اړیکې درلودې.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او د کورنیو چارو وزارت هم د پېښې په تړاو له خبرو کولو ډډه کړې.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو د شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال، دغې پېښې ته له مستقیمې اشارې پرته، د کابل امنیت وضعیت د اندېښنې وړ وباله.