سبا پاکستان کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان کنفرانس جوړيږي

ټاکل شوې د افغانستان د بشري وضعيت په اړه د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو کنفرانس سبا يکشنبه په اسلام اباد کې پيل شي٠

د اسلامي هيوادونو د همکاريو سازمان پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې ددې سازمان سرمنشي حسين ابراهيم طه تيره ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان د جوړېدونکي کنفرانس د وروستيو امادګيو په اړه خبرې کړي٠

ټاکل شوې د افغانستان د بشري وضعيت په اړه د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو کنفرانس سبا يکشنبه د ډسمبر ١٩ د پاکستان په کوربتوب په اسلام اباد کې جوړ شې٠

په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته د سعودي عربستان پاچا تيره مياشت د افغانستان د بشري وضعيت په اړه د اسلامي همکاريو هيوادونو سازمان د غونډې جوړېدو غوښتنه وکړه٠

تر هغه وروسته پاکستان د ياد کنفرانس جوړېدو وړانديز وکړ٠

پاکستان ته د طالبانو د بهرنيو چارو وزيرانو د سرپرست وزير سفر

‏پر همدې مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن شنبه د یو پلاوي په مشرۍ پاکستان ته روان شو٠

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د وياند عبدالقهار بلخي د معلوماتو په اساس ټاکل شوې ښاغلى متقي د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي٠

ښاغلي متقي پاکستان ته د تللو په وخت د کابل په هوایي ډګر کې وویل چې طالبان د اسلامي هیوادونو د همکاریو له سازمان څخه درې غوښتنې لري: د اړیکو نورمالیدل، د مالي صندوق جوړیدل او په افغانستان کې پانګونه کول.

بلخوا د روسیې بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د کنفرانس د غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه د توریکا د غونډې د جوړیدو خبر ورکړی دی٠

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا په مسکو کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره په اسلام اباد کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د کنفرانس د بهرنیو چارو وزیرانو د یکشنبې ورځې د فوق العاده غونډې په څنډه کې په پام کې ده، چې د توریکاغونډه هم جوړه شي.

میرمن زخاروا وویل، چې په دې غونډه کې به د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د اسیا د دوهمې څانګې مدیر او افغانستان لپاره د دغه هیواد ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د روسیې په استازیتوب برخه واخلي.