مایک پنس المپیک کې د امریکا د لوبډلې مشري کوي

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس د دوشنبې په ورځ [فبرورۍ ۵] جاپان او جنوبي کوریا ته په سفر لاړ.

ددغه سفر په جریان کې به مایک پنس د سیمې د هېوادونو له مشرانو څخه وغواړي چې پر شمالي کوریا ونه غولیږي، ځکه سپینه ماڼۍ فکر کوي چې پیونګ یانګ د پروګندا په کولو سره غواړي د ۲۰۱۸ د المپیک لوبې تر سیوری لاندې راولي.

مایک پنس د جنوبي کوریا په پیونګ چنګ ورزشي ښارګوټي کې د امریکا د المپیکي لوبډلې مشري کوي.

د المپیک د لوبو تنظیمونکې وایي دوي د المپیک د ژمنیو لوبو لپاره چې د روانې جمعې په ورځ پیلیږي، پوره چمتوالی لري.

ښاغلی پنس وایې: "زه د المپیک لوبو ته له خپلې میرمنې او د لوبغاړو له یوې ډلې سره ورځم او واضح ده چې امریکايي لوبغاړي به هڅوو، خوزمونږ د سفر اصلي هدف دادی څو دا یقنیی کړو چې شمالي کوریا د المپیک لدې ځواکمن سمبول نه ناوړه ګټه وانخلي."

که څه هم چې د شمالي فیصلې چې غواړي د کوریا په ټاپوزمې کې حالات ښه کړي، د جنوبي کوریا هیله مندي زیاته کړې، خو امریکايي چارواکي لاتراوسه قانع شوي نه دي.