سعودي او ترکیي د امریکا په وړاندې د پاکستان ننګه کړې

پاکستان وايي ۱۰۰۰ سرتېري خلیج ته لیږي چې د سعودي ننګه وکړي

سعودي عربستان د متحدو ایالتونو د هغې پرېکړې په ضد اقدام کړی چې پاکستان د ترهګرو د مالي ملاتړو دولتونو د څار په نړیوال لست کې ور ګډ کړي.

یو چارواکی چې دغه بهیر له نږدې څاري وايي له ترکیې او چین وروسته سعودي عربستان هم د پاکستان په ننګ ودرېده.

امریکا او اروپايي ائتلافان یې هڅه کوي چې د پاکستان د ترهګرو د مالي ملاتړ کوونکو دولتونو په لست کې ورګډ شي. د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ اداره وايي پاکستان له یوې خوا د ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه ملیاردوه ډالر مرسته ترلاسه کوي خو ترهګر ساتي، پالي او ننګه یې کوي.

امریکا هڅه کوي نړیوال قانع کړي چې پاکستان په دغه لست کې ورشامل کړي. سعودي عربستان داسې مهال د پاکستان په ګټه ګام اخلي چې همدا څو ورځې مخکې اسلام اباد اعلان وکړ چې خلیج ته ۱۰۰۰ سرتېري استوي. د سعودي په مشرۍ ائتالاف له ۲۰۱۵ کال راهېسې په یمن کې د حوثي شیعه یاغیانو په ضد عملیات کوي.

د مالي عملیاتو کاري ځواک د چهارشنبې په ورځ په پاریس کې په غونډه کې د امریکا پر دغې غوښتنې بحث وکړ. د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه وايي دغه ځواک د ترهګرۍ او ناقانونه پېسو د سپینولو پر ضد د هېوادونو اقدامات څاري.

یو چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوي ویلي دي چې داسې امکانات پیدا شوي چې د پنجشنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې په دې اړه رایه اچونه وشي. د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه څو وارې ریاض ته سفرونه وکړل. سعودي عربستان د پاکستان ملاتړی دی او له واشنګټن سره هم ښې اړیکې لري.

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره په خپلې تګلارې کې له پاکستان نه غوښتي چې د ترهګرو پر ضد جدي اقدامات وکړي او د هغوی پنا ځایونه وتړي، خو پاکستان وايي ترهګر نه پالي.

سپینه ماڼۍ وايي تېره میاشت یې پاکستان ته نژدې دوه میلیارده پوځي مرستې وځنډولې.