پاکستان په تروریستانو کې د صلاح الدین شاملول وغندل

امریکا وایي د صلاح الدین ترهګریز فعالیتونه د امریکا ملي امنیت ته ګواښ دي

پاکستان د امریکا هغه پرېکړه غندلې چې پاکستان کې یې میشت د حزب المجاهدین مشر سید صلاح الدین د ترهګرو په لست کې شامل کړی.

امریکا دا اعلان د ولسمشر ټرمپ او د هند د صدراعظم نرېندرا مودي له ملاقات څخه څو ساعتونه مخکې وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د هند د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د کشمیري یاغیانو جگړه د خپلواکۍ مشروع مبارزه ده.

صلاح الدین د حزب المجاهدین اورپکې ډلې مشر دی چې په کشمیر کې د هندي ځواکونو ضد فعالیت کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ٧١ کلن صلاح الدین نوم یې ځکه په دغه لست کې ورزیات کړ چې د هغه ترهګریزو فعالیتونه د امریکایانو امنیت، د امریکا ملي امنیت، بهرنۍ پالیسۍ او اقتصاد ته ګواښ دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر دغې پرېکړې انتقاد کړی او ویلي چې د ترهګرو په لست کې د صلاح الدین د نوم شاملول د توجیه وړ نه دي.

صلاح الدین په ۱۹۸۷ کال په کشمیر کې د انتخاباتو له بایللو وروستۍ ترهګریز فعالیتونه پیل کړل. ده تور ولګوه چې هند په ټاکنو کې مداخله وکړه چې هغه ناکام کړي.

نوموړي په ۲۰۰۶ کال ګواښ وکړ چې د کشمیر د کشالې د حلولو لپاره به د هرې سوله ییزې موافقې مخه نیسي او دا خبره یې هم وکړه چې "کشمیر به د هندي ځواکونو په قبرستان" بدل کړي.

په جمو کشمیر کې له لسیزو راهېسې تاوتریخوالی روان دی چې همدغې مسئلې د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې کړې دي.