پاکستان د اسلامپالو د مظاهرو له امله اسلام آباد ته لارې تړلي

د پاکستان حکومت د جمعې په ورځ د اسلام آباد په لور غزیدلې لارې په داسې حال کې بندې کړې چې د هغه هیواد یو اسلامپاله گوند مظاهرې کړي.

د پاکستان د تحریک لبیک اسلامپاله گوند چې اسلام ته د سپکاوي د قانون د پلي کولو سخت پلوي دی د هغه هیواد د قانون د وزیر زاهد حمید استعفا غواړي.

د دې گوند شاوخوا ٥٠٠ پلویانو په یوه مظاهره کې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي قانون پلي کول غوښتل. دغه قانون سرغړونکو ته د مرگ سزا غواړي.

تحریک لبیک وایي د پاکستان د عدلیې وزیر مقدساتو ته د اهانت قانون ته په سپکه کتلي دي.

د پاکستان واکمن مسلم لیگ (نواز) گوند تیره میاشت هغه وخت نیوکې راوپارولې چې د هیواد په انتخاباتي قوانینو کې د کوچنیو بدلونونو په شمول یې د سوگند یادولو په طرز کې د بدلون لپاره رایه ورکړې وه.

دغو بدلونونو مقدساتو ته د سپکاوي په اړه د مذهبي گوندونو نیوکې روپارولې، که څه هم چې د پاکستان حکومت په پارلمان کې دغه بدلونونه یوه "دفتري" اشتباه وبلله، خو دغې بخښنې د تحریک لبیک گوند راضي نه کړ، لارې بندې کړې او په مظاهرو یې لاس پورې کړ.

له بلې خوا د پاکستان بیلابیلو مذهبي ګوندونو یو ځل بیا د خپل سیاسي ائتلاف "متحده مجلس عمل" د بیرته ژوندي کولو هڅه پیل کړې ده.

دغو مذهبي ګوندونو د ۲۰۰۲میلادي نه تر ۲۰۰۷میلادي پورې په خیبرپښتونخوا ایالت کې حکومت کړی و چې سیاسي مخالفینو یې پرې تور لګاوه چې په دغه ایالت کې د هغوی حکومت د طالبانو په څیر واکمني ده.

د متحده مجلس عمل د ائتلاف د بیا جوړولو اعلان د جماعت اسلامي مشر سراج الحق په داسې حال کې په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وکړ چې څنگ ته یې د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا سیمع الحق، د جمعیت علماء پاکستان مشر پیراعجاز هاشمي او د نورو مذهبي ګوندونو مشران هم موجود وو‌.

مولانا فضل الرحمان چې ددغه ائتلاف د بیا جوړولو مخکښ ګڼل کیږي خبریالانو ته ویلي چې ټول مذهبي ګوندونه په دې خبره صلاح شوي چې یوموټی شي.