په جلال باد کې د پاکستان د قونسلګرۍ کارکوونکی ووژل شو

تراوسه د پاکستان قونسلګرۍ په دې اړه څه نه دي ویلي

په ننګرهار کې چارواکي وايي یو شمېر موټر سایکل سپرو د جلال اباد په ښار کې د پاکستان د قونسلګرۍ یو کار کوونکی په ډزو وژلی دی.

پېښه د ښار په درېیمه ناحیه کې د دوشنبې په ماښام وشوه. بریدګر له سیمې تښتېدلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ اشنا ته وویل چې د پاکستان د قونسلګرۍ دغه کار کوونکی رانا اقبال نومېده چې د اسلام اباد اوسېدونکی و.

نوموړي وویل"ښاغلي اقبال د ویزې په برخه کې کار کاوه او د ډیپلوماتیکو اصولو خلاف د مازیګر څلورو بجو وروسته له کوره ښار ته وتلی چې خارجه ریاست او امنیتي ادارې یې نه دي خبرې کړي".

خوږیاڼی وايي وايي رانا اقبال کوم ډیپلوماټ نه و او د ویزې یو عادی کارکوونکی و.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال امریکا غږ اشنا ته وویل " د پېښې په سیمه کې یو کمبله او د کور نوره سودا پرته وه چې ممکن د قونسلګرۍ د کارکوونکي وي،" خو په دې اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

نوموړی وویل چې تر اوسه ددغې قضیې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو هڅې یې پیل کړې دي. تر اوسه په ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ او یا په کابل کې د اسلام اباد سفارت چارواکو ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

تراوسه چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی او نه هم معلومه شوې چې دغه کس ولې ووژل شو.