پاکستان وايي پر ډيورنډ یې د اغزن مزو لګولو لومړی پړاو بشپړ کړ

پاکستان پر ډیورېنډ کرښه د اغزن مزو د لګولو پروژه په ۲۰۱۷ کال کې پيل کړه

پاکستاني چارواکي وايي چې د ۲۰۱۸ کال تر وروستۍ ورځې پورې یې د ډیورنډ په ۵۳۹ کیلیو متره ساحه کې د اغزن مزو لګولو کار بشپړ کړی.

دوی وايي پر ټوله کرښه د دغو مزو لګول او امنیتي پوستو جوړول درې مرحلې لري چې دوه نورې به یې تر ۲۰۲۱م کال پورې بشپړې شي.

د پاکستان حکومتي ادارې ای پي پي دا معلومات خپاره کړي دي. پاکستاني چارواکي وایي د ډیورنډ کرښې په ۱۴۰۳ کیلو متر کې یې ۲۳۳ امنیتي چاوڼې او پوستې جوړې کړي دي او په خبره یې په ۱۴۰ نورو یې کارونه روان دي.

د ډیورنډ ټوله کرښه شاوخوا ۲۵۰۰ کېلو متره ده. د پاکستان حکومت د اغزن تار د لګولو او امنیتي پوستو د جوړلو کار د ۲۰۱۷ د فبرورۍ په میاشت کې پیل کړ.

پاکستان ادعا کوي چې دا کار افغانستان او پاکستان ته د ترهګرو او قاچاقبرانو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره کوي، خو افغان حکومت تور لګوي چې د ترهګرو او افغان طالبانو د روزنې مرکزونه او پنا ځایونه د ډیورنډ کرښې په بلې غاړې، پاکستان کې دي.

پاکستان وايي د ډیورنډ بلې غاړې ته ۱۱ فټه او دې غاړې ته ۱۳ فوټه دیوالونه جوړوي او منځ کې یې شپږ فټه اغزن تار لګوي او ورسره امنیتي کېمرې هم لګول کیږي.

انګریزانو چې کله د هند پر لویې وچې واکمني کوله، په ١٩ پېړۍ کې یې ظاهرآ د "افغانانو د بغاوت د مخنیوي لپاره" یې د ډیورنډ کرښه وکښله. له هماغه وخت راهېسې په کابل کې هېڅ یو حکومت هم دا کرښه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رسمي سرحد په توګه نه ده پېژندلې.