پاکستان کي یو سړي یوه مسیحۍ نجلۍ سوځولې ده

د نجلۍ کورنۍ وايي هغې نغوښتل چې له دغه سړي سره واده وکړي

د پاکستان پولیس چارواکي وايي هغه کس یې نیولی دی چې د یوې مسیحۍ ښځې په سوځولو او وژلو تورن دی.

چارواکي وايي" دغه سړي دغې مسیحۍ نجلۍ د واده کولو وړاندیز کړی و چې ښځې نه و منلی" چي بلاخره سړي پرې تیل پاشلي او سوځولې یې ده.

د پولیسو یو چارواکي اسوشیتډپرس ته ویلي دي چې دا پېښه تېره اونۍ د پنجاب ایالت د سیالکوټ په سیمه کې شوې ده او تورن هم رضوان ګجر نومیږي.

د ښځې نوم اسما یعقوب ښودل شوی او پولیس وایي ښځه ډېره سوځېدلې وه چې بیا د لاهور په یو روغتون کې مړه شوه. رضوان کجر په خپل "جرم اعتراف" کړی دی.

دا په پاکستان کې د خپل ډول لومړنۍ پېښه نه ده، تر دې مخکې هم پر ښځو د تیلو او تیزاب پاشلو پېښې شوې دي چې یو شمېر یې وژل شوې او سختې ژوبلې شوي دي. لا معلومه نه ده چې تورن ته به څه سزا ورکول کیږي.