ګرمۍ په کراچۍ کې "۶۵کسان مړه" کړي

د ایدهي خیره سازمان وايي د ګرمۍ له وجې مړه شوي کسان د دوی په سردخانو کې دي، خو چارواکي یې نه مني

یو ټولنیز خیریه سازمان وایي په تیرو دریو ورځو کې سختې گرمۍ د پاکستان په کراچۍ ښار کې ٦٥ تنه مړه کړي.

دوی وایي د هوا حالاتو ته په کتلو ښایي دغه شمیره نوره هم زیاته شي.

خو د پاکستان محلي حکومت د رویټرز اژانس ته ویلي چې په کراچۍ کې د گرمۍ له وجې څوک مړه شوي نه دي.

دا پداسې حال کې چې د یوې خوا د روژې میاشت ده او له بلې خوابریښنا هم په پرله پسې توگه قطع کیږي او ژوند ورسره سختیږي. د دوشنبې په ورځ په کراچۍ کې د هوا درجه ۴۴ سانتیگراد وه.

د ایدهي په نامه د یوې خیریه موسسې مشر فیصل ایدهي چې د پاکستان په ستر ښار کراچۍ کې د امبولانس خدمات پرمخ بیایي وایي ډېر کسان د کراچۍ په غریب میشتو سیمو کې مړه شوي دي.

ښاغلي ایدهي د رویترز اژانس ته وویل "په تیرو دریو ورځو کې څه دپاسه ٦٠ تنه مړه شوي چې جسدونه یې زمونږ په سردخانو کې موجود دي او ډاکترانو ویلي چې دوی د گرمۍ له وجې تلف شوي دي".

رویترز اژانس وایي ددې پیښې د تائید په اړه یې د حکومت د ویاند تبصره ترلاسه نشوه کړای.خو د سیند ایالت د روغتیا وزیر فیض الله پیچوهو د ډان انگلیسي ورځپاڼې ته ویلي چې د گرمۍ په وجه څوک ندی تلف شوي"یواځې ډاکتران او شفاخانې ویلای شي چې دغه کسان د گرمۍ له وجې مړه شوي او یا نه. زه په مطلقه په کراچۍ کې د گرمۍ له وجې د خلکو مړینه رد کوم."

په کراچۍ ښار کې د گرمۍ له وجې د مړینو رپوټ دا اندیښنه پیدا کړې چې کیدای شي پدې ښار کې د ٢٠١٥ کال پیښه بیا تکرار شي چې د گرمې هوا شاوخوا ١٣٠٠ کسان مړه کړي وو چې اکثر یې پاخه عمر لرونکي وو.

له بلې خوا په هند کې هم د اونیو راهیسې گرمي جریان لري. د هند د بهیواندي په ښار کې د وچکالۍ له کبله خلک په سختې ګرمۍ کې د څښاک په اوبو پسې شاوخوا څلور کیلومتره په پښو مزل کوي.