پاکستان د آی اس آی پخوانی مشر اسد درانی ممنوع الخروج کړ

اسد دراني د هند د استخباراتو له یو پخواني مشر سره ګډ کتاب لیکلی دی

پاکستان د پوځي استخباراتو یا آی ایس آی په پخواني مشر د ملک نه بهر د سفر کولو بندیز ولګاوه.

پوځ ویلي دي چې د آی اس آی د دې پخواني مشر نه د یو کتاب د لیکلو په خاطر رسمي تحقیقات کیږي.

د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال آصف غفور ویلي دي چې د پوځي استخباراتو یا آی اس آی پخوانی مشر متقاعد ډګر جنرال اسد درانی نن د پوځ عمومي قوماندانۍ ته جلب کړی و چې د خپل نوي کتاب په اړه توضیحات ورکړي.

دغه کتاب چې د (سپای کرانیکلز) یا د استخباراتو تاریخي پیښې نومیږي اسد دراني د هند د استخباراتو د یو پخواني مشر سره په ګډه لیکلی.

اسد دراني په کتاب کې لیکلي دي چې پاکستان د القاعده د مخکني مشر اسامه بن لادن په وژلو کې د امریکا سره همکاري کړې وه.

متقاعد ډګر جنرال اسد درانی د ۱۹۹۰ نه تر ۱۹۹۲ پورې د آی ایس آی مشر و.