پاکستان په افغانستان کې د هند هیڅ ډول رول نه مني

شاهد خاقان عباسي د نیویارک د بهرنیو اړیکو شورا ته د خبرو پر مهال

پاکستان ژمنه کړې چې د ترهگرۍ پر ضد د مبارزې او د افغانستان د ثبات لپاره به د امریکا سره تماس ساتي، خو ویلي یې دي چې په افغانستان کې به د خپل سیال هند هیڅ ډول "سیاسي یا پوځي" رول و نه مني.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي چې د نیویارک د بهرنیو اړیکو په شورا کې یې خبرې کولې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د هند سیاسي یا پوځي رول به حالات پیچلي کړي او د ستونزو په حل کې به مرسته ونکړي.

د پاکستان صدراعظم وویل "که دوی [هند] غواړي اقتصادي مرستې وکړي اختیار لري، خو نه، نه غواړو او نه یې منو چې په افغانستان کې د هند د سیاسي او یا پوځي رول شاهد واوسو".

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره په خپلې نوې پالیسۍ کې د اسلام اباد د مخالفت سره سره په افغانستان کې د هند د پراخ رول غوښتنه کړې ده.

پاکستان تور لگوي چې د هند استخباراتي اداره د افغانستان د امنیتي بنسټونو سره یوځای د پاکستان د اهدافو پر ضد بریدونه تنظیموي.

خو کابل او نوی ډهلی د پاکستاني مقاماتو دغه ادعاوې ردوي او وایي چې په افغانستان او هند کې اکثر ترهگري د هغو سخت دریځو کار دی چې په پاکستان کې میشت دي او د هغه هیواد د پوځي استخباراتي ادارې او پوځ له خوا یې ملاتړ کیږي.

د پنس او عباسي ملاقات

له بلې خوا د امریکا مرستیال جمهور رئیس مایک پنس، د ملگرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د پاکستان د صدرعظم سره په کتنه کې ویلي دي چې "پاکستان کولای شي په سیمه کې د امریکا د متحده ایالاتو د همکارۍ نه زیات څه ترلاسه کړي".

دا د امریکا د نوي حکومت له لورې د جنوبي اسیا لپاره د امریکایي او پاکستاني لوړپوړو چارواکو لومړنۍ کتنه ده.

ښاغلي ټرمپ ویلي پاکستان په داسې حال کې چې د امریکا نه په میلیاردونو ډالر مالي مرستې ترلاسه کوي، هغو ترهگرو ډلو ته پناه ورکوي چې په افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو باندې مرگوني بریدونه کوي.

ددې سره جوخت د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې د اسیایي ټولنې انجمن ته په وینا کې وویل چې پاکستان د ترهگرۍ پر ضد مبارزه کې او د طالبانو په مخنیوي کې چې د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد استعمال نه کړي، د پوره جدیت نه کار نه اخلي.

خو پاکستان تل ادعا کړې چې پخپله د ترهگرۍ قرباني دی او د ترهگرۍ پر ضد ټینگه مبارزه کوي.

ښاغلي غني وویل چې د پاکستاني مشرانو سره پراخې مفاهمې ته تیار دی چې اختلافونه حل شي او په سیمه کې سوله راشي، ځکه د هغه په وینا د پاکستان سره په سولې په افغانستان کې د طالبانو یاغیگري پای ته رسیږي.

جمهور رئیس غني وویل چې اوس پاکستان ته ددې فرصت په لاس ورغلی چې د خبرو له لارې پر ماضي بری ومومي او د پخوانیو کارونو له تکرار نه لاس واخلي. ښاغلي غني وویل "که پاکستان ددې فرصت نه گټه وانخلي فکر کوم چې ستر تاوان به وگالي".