طالبان موږ د خبرو میز ته راوستل - د پاکستان پوځ

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور عرب نیوز ته سره مرکه کړې ده

د پاکستان پوځ وايي امریکا باید له افغانستان نه د سیمې د یوه دوست په توګه ووځي، نه په ناکامۍ کې.

د پاکستان د پوځ ویاند آصف غفور وايي چې د پاکستان پوځ طالبان په قطر کې له امریکايي پلاوي سره خبرو ته کینول.

ښاغلي غفورعرب نیوز ته په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي "موږ تسهیلوونکي یو. موږ خپل کار وکړ او هغوی مو د مذاکراتو میز ته راوستل. دا چې په کومو مسایلو خبرې کیږي او دا بهیر څنګه مخ ته ځي، دا د هرې غونډې په پرمختګ پورې اړه لري."

د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی سلاکار زلمی خلیلزاد وايي چې له طالبانو سره یې په دوحه کې په شپږ ورځنیو خبرو کې پرمختګونه شوي دي خو هېڅ کوم تړون ندی شوی.

ښاغلی خلیلیزاد کابل ته تللی چې د دغو خبرو په اړه له افغان حکومت سره سلا مشورې وکړې. هغه وايي چې په تړون کې باید بین-الافغاني مذاکرات شامل شي.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور عرب نیوز ته ویلي دي چې پاکستان د سولې لپاره هلې ځلې کوي خو د دغې پروسې د ځای او خت ټاکلو سره کار نلري.

په خبرو کې د طالبانو عمده شرط له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او یا د هغوی د وتلو لپاره د مهالوېش ټاکل دي. ښاغلی غفور وایي نپوهیږي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو ورسته به "افغان ځواکونه د طالبانو د ورپېښ ګواښ" سره د مقابلې توان ولري کنه.

هغه وايي چې امریکا باید داسې ووځي چې افغانستان د سمیې د هېوادونو لپاره د یو ملګري په توګه پرېږدي. اصف غفور وايي چې د امریکا وتل په دې مانا ده چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په ختمولو کې د پاکستان ونډه نور هم رادبره کیږي. وايي "زموږ اړیکه باید نوره هم غښتلې شي."

امریکا پر پاکستان فشار راوړی چې طالبان سولې ته وهڅوي. امریکايي ولسمشر دونالد ټرمپ پر پاکستان پوځي مرستې بندې کړي دي او د بیا پیلولو لپاره یې شرط دا اېښی چې باید اسلام اباد د ترهګرو پالل، روزل او ننګه پرېږدي.