پاکستان له هند سره خپلې اقتصادي اړیکې وځنډولې

هند لا د پاکستان د دغه اقدام په اړه څه نه دي ویلي

له هغه وروسته چې هند تر خپلې ولکې لاندې کشمیر ته ورکړل شوي اختیارات لغوه کړل، اسلام اباد له نوي ډیلي سره خپلې اقتصادي اړیکې وځنډولې.

دغه پریکړه د پاکستان د ملي امنیت په کمېټې کې شوې ده چې غونډه یې د چهارشنبې په ورځ (اګست۷) د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ وشوه. په دغه غونډه کې د پاکستان د پوځ مشران هم شامل وو.

پاکستان وايي د اقتصادي اړیکو د ځنډولو تر څنګ له هند سره به په نورو برخو کې هم پر خپلو اړیکو غور کوي. په دغې غونډې کې دا پرېکړه هم وشوه چې پاکستان به په ملګرو ملتونو کې د کشمیر مسئله راپورته کړي چې پر هند فشار راوړي چې کشمیر ته بېرته اختیارات ورکړي.

د هند د اساسي قانون د ۳۷۰ مادې په اساس، جمو او کشمیر ته، چې اکثریت یې مسلمانان دي، ځانګړي اختیارات ورکړل شوي وو. د دغو اختیاراتو په اساس کشمیر د بهرنیو اړیکو پرته په نورو ډېرو برخو کې د خپلو قوانینو د تصویب او جوړولو حق او ازادي درلوده. خو هند دا اختیارات لغوه کړل او له دې وروسته به په جمو او کشمیر کې د هند د نورو ایالتونو وګړي هم وکولی شي چې ځمکې او کورونه واخلي.

د هند دا نوې پرېکړې په هند او جمو او کشمیر کې د ځینو مخالفو سیاستوالو غبرګون پارولی دی. کشمیر د هند او پاکستان ترمنځ بیل شوی دی خو دواړه هېوادونه یې د مالکیت دعوې لري. دغو هېوادونو دوه ځلې پر کشمیر جنګونه هم کړي دي.