پاکستان وايي، د افغان محصلینو پر مخ د تورخم دروازه خلاصوي

تور خم دروازه

په کابل کې د پاکستان سفارت راتلوونکې جولای میاشت د هغه هیواد پوهنتونونو کې د افغان محصلینو پر مخ د تورخم دروازې خلاصولو خبر ورکړی دی.

د پاکستان سفارت پر خپل فېسبوک پاڼه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د علامه اقبال سکالرشیپ افغان محصلینو ته به د جولای میاشتې پر دریمه او څلورمه له تور خم دروازې څخه پاکستان ته د اوښتو اجازه ورکړل شي.

د سفارت په اعلامیه کې ویل شوي چې افغان محصلین له تور خم څخه د تیریدو پرمهال باید د کرونا واکسین معاینات له ځان سره ولري.

د تورخم لاره د تېرې روژې میاشتې په ۲۵ د کرونا ویروس د لا خورېدو له امله د عامو پر مخ وتړل شوه.

یو شمېر هغه محصلین چې په تېرې روژې میاشتې کې د رخصتۍ لپاره له پاکستان نه افغانستان ته راغلي وو د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله تر اوسه افغانستان کې ایسار پاتې دي.

دغو محصلینو چې د بېلابېلو بورسي پروګرامونو له لارې یې د پاکستان پوهنتونونو ته لاره موندلې امریکا غږ ته ویلي و چې د سمستر ازموینې یې رارسېدلي دي او که دوی ته لاره خلاصه نه شي ښايي له روان تعلیمی کال نه محروم پاتې شي.