ولسمشر غني د افغانستان او فلسطین د فوټبال ملي لوبډلو سره ولیدل

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د دوشنبې په ورځ (زمري ۲۹) په ارګ کې د افغانستان او فلسطین د فوټبال ملي لوبډلو سره د لیدنې پر مهال دواړه لوبډلې ګټونکې بللي دي.

د افغانستان او فلسطین د فوټبال ملي لوبډلو د یکشنبې په ورځ (زمري ۲۸)، چې د افغانستان د خپلواکۍ له ورځې سره برابره وه، د کابل په غازي سټیډیم کې، دوستانه سیالۍ ترسره کړه، چې له کوم ګول پرته مساوي پای ته ورسیدله.

له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې د ښاغلي غني له قوله ویل شوي "دواړه لوبډلې ګټونکې یاست او نن افغانستان د فلسطین د فوټبال ملي لوبډلې د هرکليویاړ لري".

ښاغلي غني ویلي، چې افغانان په یو خپلواک فلسطین باور لري "له اویا کلونو راپدېخوا د هر افغان زړه د فلسطین ملت لپاره تپېږي".

د فلسطین د فوټبال ملي لوبډلې سکرتر جنرال په دغې لیدنه کې ویلي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دوستانه لوبې د سولې پیغام درلود او د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته یې په فلسطین د دوستانه سیالیو د ترسره کولو بلنه ورکړه.

ولسمشر غني د فلسطین له خوا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې بلنې ته په اشارې ویلي، چې دولت به د دې سفر لپاره ټول امکانات برابر کړي.

تیره ورځ د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د دواړو لوبډلو ترمنځ د سیالۍ د لیدلو لپاره د کابل غازي سټیډيم ته تللی وو.

هغه په فیسبوک‌پاڼه کې خپل عکس خپور کړی او لیکلي یې دي "د افغانستان او فلسطین د فوټبال ملي لوبډلو د لوبغاړو، د سیالیو ترتیب‌کوونکو او زموږ ګران ولس په منځ کې، چې له امنیتي ګواښونو سره سره، د خپل هیواد د لوبډلې د تشویق لپاره راټول شوي دي".

د افغانستان او فلسطین ترمنځ د فوټبال سیالۍ، تیره ورځ د کابل په غازي سټيډیم کې، د زرګونو نندارچیانو په ګډون تر کلکو امنیتو تدابیرو لاندې ترسره شوه.