د قطر امیر په خلیج کې د ناورین خبرداری ورکړ 

د قطر امیر وايي ولسمشر ټرمپ غواړي چې د دیپلوماتیک مشکل د حل لپاره یوه غونډه جوړه کړي

د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني وايي په خلیج کې هرډول پوځي مداخله به سیمه کې "ناورین" وپاوروي.‌

امیرالثاني په څرګنده ونه ویل چې کوم هیواد یا هیوادونه د قطر په خلاف د پوځي اقدام پلان لري. خو سعودي عربستان، بحرین، مصر او متحده عرب امارات له قطر سره له څو میاشتو راهیسې دیپلوماتیک او سوداګریزې اړیکې شلولي.

دغه هېوادونه له قطر غواړي چې له ایران سره پ اړیکې وشلوي، د ترهګرو او اورپکو ډلو له ملاتړ لاس واخلي او د الجزیرې ټلویزوني شبکه وتړي. قطر دغې غوښتنې بې بنسټه بللي او وايي ګاونډي عرب هیوادونه یې خپلواکي ګواښوي.

امیر الثاني دغه راز د امریکا له ولسمشر دونالد ټرمپ نه مننه وکړه چې د قطر او څلورو نورو عربو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیک کړکیچ د حل لپاره غونډه جوړوي.

اسوشیتد پرس وايي د قطر امیر د امریکا د سي بي اس تلویزون ته وویل چې تراوسه د ولسمشر ټرمپ له لورې د غونډې جوړولو وړاندیز ته یاد شویو څلورو عربو هېوادونو کوم غبرګون نه دی ښودلی. هغه وویل "تمه کیده چې دا غونډه به ژر وشي".

په همدې حال کې د متحدو عربو اماراتو د نړیوالو اړیکو وزیر انوار ګرګاش د قطر د امیر په دغو خبرو کلکه نیوکه وکړې او وویل " په غربي مطبوعاتو کې په سعودي او اماراتو باندې نیوکه کول په خپله د وارخطایۍ نښه ده. – قطر- باید غوغا ونکړي، خپله انزوا ومني او هغه څه چې ضرور دي باید یې وکړي".