ریچارډ بینیټ: افغانستان کې اعدامونه 'ظالمانه او غیرانساني' دي

ریچارډ بینیټ، د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی

د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بینیټ وايي د ملګرو ملتونو ادارې په افغانستان کې د طالبانو له لورې د اعدام سزاوې "ظالمانه او غیرانساني" ګڼي او دا کار غندي.

نوموړي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وکړې چې طالبانو د لغمان په ولایت کې په عام محضر کې د یو کس د اعدام کولو خبر ورکړ.

ښاغلي بینیټ له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې دا کار د هغو ژمنو ماتول دي چې افغانستان لاسلیک کړي دي.

هغه په لغمان کې د اعدام د سزا پېښې ته په اشارې وویل: "دا یوازې یوه بیلګه ده.‌ په ناقانونه توګه د اعدامونو، شکنجه کولو، په خپلسر نیونو، لاریون کوونکو سره بد چلند، د مدني ټولنې او فعالانو سره د ناوړه چلند زیاتې بیلګې شته. په مجموع کې د مدني ټولنې محدودول او محدودیتونه موجود دي."

د ملګرو ملتونو دغه استازي د افغانستان د وضعیت د ارزونې دپاره د اکتوبر په میاشت کې هغه هېواد ته سفر وکړ او د طالبانو له چارواکو سره د خبرو برسېره یې په یو شمېر ولایتونو کې د مدنې ټولنو له غړو او عامو افغانانو سره وکتل.

ریچارډ بینیټ وویل: "موږ د شرعي قوانینو بې احترامي نه کوو، خو داسې مسایل شته چې نه یوازې قانوني ‌مراحل او نړیوال بشري حقونه باید په پام کې ونیول شي چې له دغه بهیر سره مرسته کوي، بلکې په بشپړه توګه ددغه اعدامونو پر خلاف دي. ایا محکمه په سمه توګه دایره شوې ده؟ په سمه توګه څیړنې شوې دي او نور مراحل یې په پام کې نیول شوې دي؟"

بینیټ وايي په افغانستان کې د ټولو افغانانو د حقونو د خوندیتوب لپاره یې د ټولشموله حکومت جوړولو په ګډون طالبانو ته ګڼ وړاندیزونه کړي دي.

نوموړی زیاتوي: "ددې لپاره چې د اوږدمهال لپاره سوله ټینګه وي،‌ نو پکار ده چې د بشري حقونو درناوی وشي. زه کومه وړاندوینه نه کوم خو پر طالبانو غږ کوم چې د ټول شمولیت پر مسئلې بیا کتنه وکړي. که غواړي چې افغانستان سوله ییزه راتلونکې ولري‌ باید په بشپړه توګه برابرۍ او ددې هیواد بډاینې، د خلکو تنوع او کلتور ته دې درناوی وکړي."

بینیټ وايي، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو د بیاواکمنېدو راهیسې په افغانستان کې حاکم چارواکي عمدتاً د یوې ډلې کسان دي، او د حکومت په کابینه کې یې ښځې ځای نلري.

له ریچارډ بینیټ سره مرکه دلته وګورئ.