عربستان د لمړي ځل لپاره پور واخیست

پاچا سلمان غواړي چې د خپل هېواد اقتصادي تکیله پر تیلو کمه کړي

د سعودي عربستان چارواکو د دوشنبې په ورځ (سپتمبر۱۷) اعلان وکړ چې په لومړي ځل یې په نړیواله کچه ۱۱میلیارد ډالر پور اخیستی دی.

ریاض له هغه وروسته دا پور واخیست چې د ارامکو د تیلو د تولید د ستر شرکت د کارونو پیلول یې وځنډول شول. دا پور د سعودي د شاهي نظام د اقتصادي پلانونو یوه برخه بلل کیږي.

د سعودي د عامه پانګونې صندوق په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا لومړی ځل دی چې دغه هېواد دومره پور اخلي او دا یې د منځمهاله پور له لارې د پروژو د تمویل په برخه کې لومړنی ستراتېژیک ګام دی.

د دغې ادارې مشر یاسر الرمایان ویلي دي چې د دغه پور په اخیستلو خوښ دي. دغې ادارې مخکې د ارامکو شرکت ونډې عمومي بازار ته وړاندې کړې وې و چې د سعودي د شاهي نظام اقتصادي تکیه د تیلو پر تولید کمه کړي.

په اصل کې په اقتصادي چارو کې دا بدلونونه د پاچا سلمان د ۲۰۳۰ د پلانونو یوه برخه ده چې غواړي په تکنالوژۍ او لویو ښارګوټو د جوړولو په پروژو باندې د پانګونې له لارې د خپل هېواد اقتصاد ښه کړي.

د سعودي د پانګونې اداره وايي پلان لري تر ۲۰۲۰ پورې خپله پانګه ۴۰۰ میلیارد ډالرو ته ورسوي. دا مهال ۲۳۰ میلیارد ډالر لري.

په ۲۰۱۴ کال کې په نړیوالو بازارونو کې د تیلو بیې را ولویدې چې ورسره سعودي عربستان اقتصاد ته هم زیان ورسېده. پاچا سلمان اوس هڅه کوي چې دسعودي اقتصادي تکیه پر تیلو کمه کړي.