سعودي میرمنو لومړی ځل په لوبغالي کې د فوټبال لوبه ولیده

اوس په سعودي عربستان کې میرمنې هم کولای شي د نارینه وو سره یوځای د لوبو لیدو ته ورشي.

د سعودي عربستان چارواکو له لسیزو وروسته د خپل هيواد په قوانینو کې د بدلون په راوستو سره میرمنو ته دا اجازه ورکړه چې لوبغالو ته ولاړي شي او لوبې له نږدې وګوري.

اریج الغمادي به تل د خپلې خوښې وړ فوټبال لوبه له کوره لیده خو د جمعې په ورځ هر څه بدل شول ځکه سعودي عربستان میرمنو ته د لومړي ځل لپاره دا اجازه ورکړه چې له نارینه وو سره یوځای لوبغالي ته ولاړې شي.

د پوهنتون دغه محصله د هغو ۳۰۰ سعودي میرمنو په ډله کې وه چې د جدې ښار د فهد شاهي نړیوال لوبغالي کې د فوټبال لوبې لیدو ته ورغلې وه.

د سعودي عربستان چارواکو له لسیزو وروسته هغه سخت قوانین چې له مخې یې نارینه او میرمنې سره بیلې شوې وې، ساده کړل.

غمادي چې د سعودي عربستان د غوره لیګ سیالیو په لړ کې د ال اهلي او ال باطن لوبډلو د لوبې د لیدو لپاره لوبغالي ته تللې وایي: "زه له خپل پلار او ورور سره د ال اهلي لوبډلې د لوبې لیدو لپاره راغلې یم."

Your browser doesn’t support HTML5

د سعودي عربستان ښځې او سپورت

الغمادي وایې له دې وړاندې یې خپله د خوښې وړ لوبډلې لوبه یوازې د ټلویزیون پر پرده لیده "دا لوبډله مو ډیره خوښه ده، پخوا به زما ګڼ شمیر خورلڼې د لوبې د لیدو لپاره زموږ کور ته راتلې خو دا لومړی ځل دی چې لوبه د ټلویزیون پر پرده نه بلکې له نږدې ګورو."

که څه هم دغه لوبه په سیمه ييز وخت د ماښام په اتو بجو پیل شوه خو میرمنې د ډیرې لیوالتیا له امله دوه ساعته مخکې لوبغالي ته راغلي وې.

سعودي عربستان چې په نړۍ کې پر میرمنو د محدودیتونو له پلوه تر ټولو محافطه کاره هيواد دی، له کلونو راهیسې یې د خپلو سختو قوانینو سره په عام محضر کې نارینه او میرمنې په ورزشي ډګرونو کې سره بیل کړي وو.

خو اوس د سعودي عربستان پر وروستیو اقدامات ټول په ځانګړې ډول میرمنې ډیرې خوشاله دي.

لامیه خالد نصیر وایي: " دا محفل ددې ښکارندويی کوي چې موږ د یوې روښانه راتلونکي په لور روان یو. ډیره خوښه یم چې نن ددې ستر بدلون شاهده یم."

د جدې یوه بله اوسیدونکي رویدا علي قاسم وایي: "دا په عربستان کې تاریخي ورځ ده او موږ د بنیادي بدلونونو شاهدان یو."

هغې زیاته کړه "ویاړم او ډیره خوشاله یم چې په خپل هيواد کې ددې پرمختګ شاهده یم، هغه ټولنیز حق چې ډیر هيوادونه ورڅخه برخمن دي."

د فهد شاهي نړیوال لوبغالی

یوه بله میرمن وایي "موږ داسې فکر نه کاوه چې هر څه داسې ښه شي. دلته د ټکټونو دخرڅلاو په ګډون هر څه په منظم ډول سمبال شوي دي. د میرمنو او نارینه وو لپاره امنیت هم نیول شوی دی."

د سعودي عربستان د اوسنیو قوانین له مخې، د پلار، خاوند او ورور په شان د کورنۍ یو غړی باید میرمنو ته د زده کړو، سفر او په نورو فعالیتونو کې د برخې اخیستنې اجازه ورکړي.