په سوریه کې یو "لوی ډله ایز قبر" موندل شوی دی

تصویر: ارشیف

د سوریې حکومتي رسنۍ وايي چې دمشق ته نژدې یې یو ډله ایز قبر موندلی چې شاوخوا ۷۰ جسدونه په کې ښخ دي.

ویل کیږي چې په دغو کسانو کې د سوریې د امنیتي ځواکونو غړي او ولسي خلک شامل دي. د سوریې دولتي اژانس سنا د دوشنبې په ورځ (فبروري۱۷) یو راپور خپور کړی چې دا قبر د دوما ښار د غوطه په سیمه کې موندل شوی دی او ادعا کوي چې یاغیانو دا کسان وژلي دي.

په وژل شویو کې مېرمنې هم شته چې د چارواکو په وینا لاسونه یې تړل شوي او په سر په مرمۍ وېشتل شوې ده.

دا سیمه تر ډېر وخت پورې د سوریې د حکومت د مخالفو وسله والو، جیش الاسلام، په لاس کې وه. چارواکي فکر کوي چې دا کسان به د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو په منځ کې وژل شوي وي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې کومې بلې منبعې دا راپور لا تائید کړی نه دی.

حکومت په ۲۰۱۸ کې د دغې سیمې د نیولو لپاره لوی عملیات وکړل چې شاوخوا ۱۷۰۰ ولسي خلک په کې ووژل شول خو بیا د یوې معاملې له مخې له دغې سیمې وسله وال او ولسي خلک ووتل.

په سوریه کې تر دې مخکې هم دا ډول ډله ایز قبرونه موندل شوي دي او دا قبرونه تر ډېره د سوریې د حکومت د مخالفو وسله والو د کنترول لاندې سیمو کې وو.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې له ۲۰۱۱ راهېسې د سوریې په کورنیو جګړو کې ۳۸۰۰۰۰ کسان وژل شوي دي او زرګونو نور لا هم ورک دي.

په همدې حال کې د سوریې حکومت وايي چې په یوه ورځ کې د الیپو مرکز او شاوخوا ۳۰ کلي له وسله والو مخالفانو نیولي دي.