د سوریې د سولې مذاکرات بیا پیل شول

د بشارالاسد استازو ویلي چې په مذاکراتو کې به له واکه د ښاغلي اسد د لېرې کېدو هېڅ ډول خبرې نه کیږي

په ژینوا کې د سه شنبې په ورځ د سوریې د کورني جنګ د ختمولو لپاره خبرې اترې بیا پیل شوې دي.

د دمشق رژیم هڅه کوي چې د مذاکراتو پر ګډونوالو خپله غوښتنه ومني او ملګرو ملتونو ته یې خبرداری ورکړی چې په مذاکراتو کې به له واکه د ولسمشر بشار الاسد د لېرې کېدو په اړه هېڅ ډول خبرې ورته د زغملو نه دي.

ملګري ملتونه د روانو مذاکراتو ننګه کوي. د بشارالاسد استازي تراوسه ژینوا ته نه دي تللي چې ورسره د سولې پر روانو مذاکراتو یې یو ډول منفي اغیز غورځولی دی. خو د ښاغلي اسد د رژیم مخالفانو په لومړي ځل یو ګډ پلاوی ټاکلی چې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سټیفن دمستورا سره وویني.

د یاغیانو د پلاوي مشر نصر الحریري په ژینوا کې خبریالانو ته وویل چې د سولې د تړون د یوې برخې په توګه هغوی له واکه د بشارالاسد لېرې کول غواړي.

دمشق په لومړي سر کې په دغو خبرو کې د ګډون کولو او نه کولو په اړه څه ونه ویل خو، د ملګرو ملتونو چارواکي او د سوریې رسمي خبري اژانس صنعا وايي چې د ښاغلي اسد استازي به د چهارشنبې په ورځ ژینوا ته ورسیږي.

د فرانسې خبري اژانس ته یوې سرچینې ویلي دي چې د خبرو تر پېلېدو مخکې د بشارالاسد استازو له ښاغلي دمستورا څخه دا ژمنه اخیستې ده چې په مذاکراتو کې به له واکه د ولسمشر اسد د لېرې کېدو په اړه هېڅ ډول خبرې نه کیږي.

په سوریې کې له څو کلونو راهېسې جنګ روان دی چې لسګونه زره خلک په کې ووژل شول او ژوبل شول. سلګونه زره نور بې کوره او اروپا او نورو سیموته کډوال شول.

ایران او روسیه د بشارالاسد د رژیم پلوي کوي خو امریکا او ایتلافیان یې بیا وايي چې د داعش د ځپلو لپاره د سوریې د رژیم د مخالفانو ترڅنګ ولاړ دي.