تاجکستان کې اروپايي او امریکايي سیلانیان وژل شوي

سیلانیانو دوی باسیکل ځغلوه چې یو کس په "موټر ووهل"

دوه امریکايي او دوه اروپايي سیلانیان په تاجکستان کې په موټر وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

پېښه د دوشنبې ښار په جنوبي برخه کې شوې ده. په وژل شویو کې یې دوه امریکایان، یو سویسی او بل هالنډی دي. یو سویسی، یو هالنډی او یو فرانسوی په پېښه کې ژوبل شوي هم دي.

دوی د سړک پر غاړه باسیکل ځغلوه چې یو کس په "موټر ووهل". چارواکي وايي د پېښې په تړاو یې درې تورن کسان نیولي دي. ویل کیږي چې یو نیول شوي کس سره چاقو هم و او د نیولو پر مهال یې مقاومت هم کړی دی.

رویټرز خبري اژانس وايي چې یو ژوبل شوی کس په چاق لګېدلی دی. تراوسه د موټروان هویت معلوم شوی نه دی.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رمضان رحیمزاده وايي چې په پېښه کې د ترهګرۍ، غلا او ټکر احتمال نشي رېدای، خو پلټنې روانې دي.

په تاجکستان کې د امریکا سفارت هم دا پېښه تاید کړې ده خو د مړه شویو/وژل شویو امریکایانو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي. سفارت د دغې پېښې څرنګوالی هم ښودلی نه دی.