د امریکا او طالبانو پنځم دور مذاکرات ختم شول

د امریکا او طالبانو خبري له موافقي پرته ختمې شوې.
د رویټرز خبري اژانس د ځينو سرچینو په حواله لیکلي دي چې د امریکایي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د دوحې مذاکرات بې موافقې پای ته رسېدلي دي.

راپور وايي چې د تروریزم او تروریست پر تعریف دواړه خواوې سلا شوي دي، خو لا پوره جزییات یې ندي ورکړل شوي.

رپوټونه وايي له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر وخت او مهالوېش لا دواړه خواوې اختلاف لري.

ویل کیږي چي د ښاغلي خلیلزاد په مشرۍ امریکایي پلاوی او طالب استازی به بیا سره غونډه کوي. راپورونه دا هم وايي چې ښاغلی خلیلزاد د نورو خبرو او سلا مشورو لپاره واشنګټن ته ځي.

تر دې دمه لا طالبانو او امریکایي چارواکو دا راپورونه رسمآ ندي تائید کړي.

همدا نن ( سه شنبه مارچ۱۲) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکا د استازو ترمنځ په روانو خبرو کې "پرمختگ" شوی دی، خو ددغه پرمختگونو په اړه یې جزییات څرگند نکړل.