اندونیزیا کې 'علما' پر افغان سولې غږیږي؛ طالبان یې نه مني

طالبانو له دیني عالمانو غوښتي چې په دغه غونډه کې برخه وانخلي

د سولې عالي شورا وايي ټاکل شوې چې په اندونیزیا کې د همدغې میاشتې تر پای پورې د افغانستان د سولې په اړه یوه غونډه وشي.

د سولې د شورا غړي امین الله مظفري امریکا غږ ته وویل په دغې غونډې کې "د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا" دیني عالمان راټولیږي چې په افغانستان کې د سولې د راوستلو پر لارو چارو خبرې وکړي.

ښاغلي مظفري وویل "د دغې غونډې اجنډا د افغانستان د سولې پروسه ده. دیني عالمان به په کې د شرعي متونو او دیني لارښوونو په اساس مذاکره کوي. بیا به خپله پرېکړه په یوه اعلامیه کې خپروي."

نوموړي هیله وښوده چې د "دیني عالمانو" دغه درې اړخیزه غونډه به د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو مثبت اغیز ولري.

دی وايي "دا غونډه یوه مقدمه ده. هیله ده چې نورو داسې غونډو ته لاره هواره شي د جنګ ټولې ښکیلې غاړې په کې برخه واخلي."

دا لا معلومه نه ده چې په دغه غونډه کې د پاکستان کوم "دیني عالمان" ګډون کوي، خو ښاغلی مظفري وايي "اندونیزیا میلمنو" ته بلنه ورکوي. لا د افغاستان پلاوی هم معلوم نه دی. ځینې رسنۍ وايي دا غونډه د مارچ په ۱۵-۱۶ کیږي.

طالبان یې نه مني

طالبانو وار د مخه دا غونډه غندلې او له "دیني عالمانو" څخه یې غوښتي چې برخه په کې وانخلي. طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې "دا ډول غونډې د هغوی د مقاومت د ځپلو لپاره یوه دسیسه ده."

خو، د سولې د شورا غړی وايي چې په غونډه کې په "سوله خبرې کیږي او سوله د طالبانو، افغانانو او ټولو په ګټه ده."

اندونیزیا د نفوس له پلوه تر ټولو ستر اسلامي هېواد بلل کیږي، څو میاشتې مخکې د اندونیزیا ولسمشر کابل ته ولاړ او هلته یې له افغان چارواکو سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې د سولې په راوستلو کې به له افغان حکومت سره مرسته کوي او په دغه برخ کې به خپلې تجربې ورسره شریکوي.

د اندونیزیا حکومت څوکاله مخکې د آچه د اسلامي غورځنګ له جګړه مارانو سره د سولې تړون وکړ او دا تړون بریالی وبلل شو. د تړون له مخې د آچه په ولایت کې څو کلن جنګ ختم شو، جګړه ماران د پولیسو او حکومت په لیکو کې شامل کړل شول او سوله ییز ژوند یې پیل کړ.

په اندونیزیا کې د سولې غونډه داسې مهال کیږي چې د کابل په پروسې کې افغان حکومت طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې د خبرو وړاندیز وکړ.