سولې شورا: طالبانو او اندونیزیايي چارواکو د افغاستان په مشورې خبرې کړي

قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر

د افغانستان د سولې عالي شورا د وسله‌والو طالبانو او اندونیزیايي چارواکو ترمنځ خبرو ته په غبرګون کې وايي، چې دا خبرې د افغان حکومت او د سولې عالي شورا په همغږۍ ترسره شوې دي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري امریکا غږ – آشنا ته وویل، افغان چارواکو د نورو هیوادونو په ځانګړي ډول د اسلامي دولتونو له چارواکو سره په لیدنو کې، له هغوی څخه غوښتي، چې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل او د سولې د پروسې ګړندي کولو لپاره، همکاري او منځګړیتوب وکړي.

وسله‌وال طالبان وايي، چې تیره اونۍ د دغې ډلې یو پلاوي په اندونیزیا کې د هغه هیواد له چارواکو سره لیدنې کړې دي.

په قطر کې د وسله‌والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین ویلي، چې د دغه سفر پر مهال طالب استازو د اندونیزیا د ولسمسر له مرستیال، د بهرنیو چارو وزیرې او د افغانستان لپاره د اندونیزیا له ځانګړي استازي سره د افغان سولې په تړاو خبرې کړې دي.

په بیان کې راغلي، چې د افغان سولې سربیره دواړو خواو له افغانستان څخه د بهرنیو قواوو د وتلو پر سر او دوه اړخیزو اړیکو هم غږېدلي دي.

محمد سهیل شاهین ویلي، چې په دغه سفر کې د طالب پلاوي مشري، په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر رئیس شیرمحمد عباس ستانکزي کوله.

د بیان له مخې دغه لیدنې د روان عیسوي کال د اګست میاشتې له ۱۲ تر ۱۵ پورې ترسره شوې دي.

د طالب استازو او اندونیزیايي چارواکو ترمنځ دغه لیدنه په داسې حال کې شوې، چې د اګست په اومه هم د وسله‌والو طالبانو یو پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره لیدنې درلودې.

ازبک چارواکو ویلي، چې له طالب استازو سره یې د افغانستان د سولې په تړاو خبرې کړې دي.

خو طالبانو په یو بیان کې ویلي، چې د سولې د خبرو او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د موجودیت سربیره یې له ازبکستاني چارواکو سره د یو شمیر اقتصادي پروژو د امنیت په اړه هم خبرې کړې دي.

له اندونیزیايي او ازبکي چارواکو سره د طالب استازو دا خبرې وروسته له هغه شوي، چې تیره میاشت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز هم د قطر په پلازمینې دوحا کې د طالبانو له استازو سره د افغانستان پر مسلو خبرې کړې وې.