د افغان حکومت اوربند او په فاریاب او غزني کې د طالبانو بریدونه

په داسې حال کې چې نن له وسله‌والو طالبانو سره د افغان حکومت د اوربند لومړۍ ورځ ده، د دغې ډلې وسله‌والو تیره شپه په فاریاب او غزني ولایتونو کې بریدونه کړي دي او افغان ځواکونو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني تیره اونۍ، له افغان وسله‌والو طالبانو سره د اوربند اعلان وکړ او وې ویل، چې افغان ځواکونه به د روژې له ۲۷مې څخه د اختر تر ۵مې پورې د طالبانو پر ضد خپل یرغلیز عملیات ودروي.

د افغان حکومت ۹ ورځنی اوربند، چې د جوزا میاشتې له ۲۲ پیل او تر ۳۰ دوام کوي، په ملي، سیمه‌ییزه او نړیواله کچه ترې ملاتړ شوی او په غبرګون کې یې وسله‌والو طالبانو هم د لومړي ځل لپاره د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړ.

د افغانستان حکومت د اوربند په اساس به نن افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې وي او پر وسله‌والو طالبانو به یرغلیز بریدونه نه کوي.

د طالبانو بریدونه

سره له دې چې نن د افغان حکومت له خوا اوربند پیل شوی، خو وسله‌والو طالبانو له تیرې شپې راهیسې د فاریاب پر کوهستان او د غزني په مقر ولسوالۍ بریدونه کړي.

د فاریاب سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې تیره شپه د دغه ولایت په کوهستان ولسوالۍ باندې وسله‌والو طالبانو ډله‌ییز برید وکړ او دغه ولسوالۍ یې ونیوله.

د فاریاب د ولایتي شورا رئیس طاهر رحماني امریکا غږ آشنا ته وویل، چې د طالبانو په برید کې د کوهستان ولسوال عبدالرحمن پناه په ګډون ۱۲ افغان سرتیري وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

ښاغلي طاهري وویل "څلور تنه لادرکه شوي، دوه سوه تنه کومانډو او ولسي پاڅون‌کوونکي ایسار دي، که ورته پاملرنه ونه شي زیات احتمال یې شته چې له منځه لاړ شي".

د هغه پر وینا د طالبانو له خوا په محاصره شویو کسانو کې ۸۸ د کومانډو ځواکونه او پاتې یې ولسي پاڅون‌کوونکي دي.

خو د فاریاب د والي ویاند جاوید بیدار امریکا غږ آشنا ته وویل، د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره افغان ځواکونو له کوهستان ولسوالۍ څخه په شا تګ کړی دی.

د والي د ویاند پر وینا، د کوهستان ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره هڅې پیل شوي او افغان ځواکونه د دغې ولسوالۍ د مرکز په درې کیلومټرۍ کې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

ښاغلي بیدار په دغه برید کې د کوهستان د ولسوال وژل تائید کړل، خو دواړو خواو ته یې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

د غزني په مقر ولسوالۍ برید

د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، تیره شپه شاوخوا دوه بجې وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ په مرکز او امنیه قوماندانۍ باندې موټربم برید وکړ، چې په نتیجه کې یې ۶ پولیس ووژل شول او ۲۶ تنه ټپیان شول.

ښاغلي نوري له امریکا غږ اشنا سره په خبرو کې وویل، چې په ټپیانو کې د مقر ولسوال هم شامل دی.

په غزني کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي، چې لا هم په مقر ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ د نیولو او د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.