د متقي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره قطر ته تللی

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ یې یو پلاوی له امریکايي استازو سره د خبرو لپاره قطر ته ولاړ.

د طالبانو د بهرنیو چار وزارت د چهارشنبې په ورځ جون ۲۹ (چنګاښ اتمه) په یوې اعلامیې کې وویل چې په دغه پلاوي کې د افغانستان بانک او مالیې وزارت مسؤلین هم شامل دي.

دغه وزارت زیاته کړې:" پلاوی به دوحه کي د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او امریکا د خزانې وزارت د چارواکو سره لیده کاته ولري. په ناستو کي به د سیاسي موضوعاتو سربېره پر اقتصادي او بانکي برخه باندي ډیر تمرکز وشي." امریکايي چارواکو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبان پر داسې مهال له امریکايي چارواکو سره پر سیاسي او اقتصادي مسائلو د خبرو لپاره قطر ته د خپل یو پلاوي د استولو خبر ورکوي چې تازه د واشنګټن پوست ورځپاڼې خبر ورکړی چې د متحده ایالتونو حکومت د طالبانو له رهبرۍ سره په داسې یوې طرحه کار کوي چې له مخې یې افغانستان خپلو کنګل شویو پیسو ته لاسرسی پیدا کړي.

دغې امریکایۍ ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ جون ۲۸ (چنګاښ اومه) له موضوع څخه د دریو باخبره امریکایي چارواکو په قول دا خبر خپور کړی او هدف یې په افغانستان کې شدید کړکیچ او لوږې ته د حل لارې موندل ښودل شوی دی. خو د راپور پر اساس د طالبانو حکومت به پر دغو پیسو کنټرول ونلري.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو او د جمهوري نظام تر ړنګیدو وروسته، متحدو ایالتونو په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان بانک اوه میلیارده ډالر ګنل کړل.

د طالبانو له واکمنیدو وروسته، افغانستان له شدید بشري کړکیچ سره مخ شوی دی او د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی که له افغانانو سره بیړنۍ مرستې ونشي، ۹۷سلنه افغانان به له روان بشري وضعیت څخه اغېزمن شي.

له دې مخکې، ملګرو ملتونو په یو راپور کې ویلي وو چې کابو ۲۳ میلیونه افغانان شدیده لوږه تجربه کوي او ۹۵ سلنه نور کافي خوراکي توکي ‌نلري. دغه سازمان زیاته کړې ده چې ۱۰ میلیونه افغان ماشومان د ژوندي‌ پاتې کیدو لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د پراخو اقتصادي مشکلاتو سره سره، د تیرې چهار شنبې په ورځ یوې نسبتا زورورې زلزلې ددغه هېواد په جنوب ختیځ کې د پکتیکا او خوست په ولایتونو کې څه باندې ۱۰۰۰ کسان ووژل او د ۱۵۰۰ په شاوخوا کې نور یې ټپیان کړل.

د نورو نړیوالو بنسټونو او هیوادونو د مرستو تر څنګ، متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ جون ۲۸ اعلان وکړ چې په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره شاوخوا ۵۵ میلیون ډالره بیړنۍ مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت لس میاشتې تیرې شوي او لا هم ددغه هېواد بانکي نظام عادي حالت ته نه دی ګرځېدلی او خلک په بانکي چارو کې له ستونزو سره مخ دي.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ ځانګړي استازي د افغانستان بانک له استازو سره په لیدنه کې په افغانستان کې پر فعال بانکي سیستم ټینګار کړی و او ددغه ستونزې د هواري غوښتنه یې کړې وه.

د ملګرو ملتونو د مسؤلینو په وینا، دوی له بېلابېلو ادارو سره د افغانستان د بانکي سیستم د ښه کېدو په اړه هڅې کوي، تر څو وکولای شي د افغانستان له خلکو سره په اسانۍ بشري مرستې وکړي.