د طالبانو پلاوی له ازبکستاني چارواکو سره خبرو لپاره تاشکند ته تللی

په قطر کې د وسله‌والو طالبانو سیاسي دفتر وايي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دغې ډلې یو پلاوی ازبکستان ته تللی دی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د چهارشنبې په ورځ (زمري ۱۶مه) په خپل ټویټر کې ویلي، چې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت ایرګاشیف په هوايي ډګر کې د طالب استازو هرکلی کړی دی.

ښاغلي شاهین زیاته کړې ده، چې د طالبانو استازی به نن د ازبکستان له لوړپوړو چارواکو سره خبرې وکړي.

نوموړي دا نه دي ویلي، چې دواړه خواوې به پر کومو موضوعاتو خبرې وکړي.

خو د طالبانو پخواني چارواکي سید اکبر آغا امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې د طالبانو پلاوی د بین الافغاني خبرو په اړه له بهرنیو هیوادونو سره د سلامشورو لپاره ازبکستان ته تللی دی.

ښاغلي اکبر آغا زیاته کړه: "ازبکستان له ډیره وخته په دې اخته دی، چې په تاشکند کې بین الافغاني غونډه جوړه شي او تر ډیره حده پورې توافقات سره راغلي دي، نو کیدای شي، چې دا سفرونه به د هغې خبرې جز وي".

څو اونۍ وړاندې د طالبانو یو پلاوي د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اندونیزیا د حکومت په بلنه جاګرتا ته هم سفر کړی وو.

قطر کې د سولې پر جزئياتو د خبرو دوام

سهیل شاهین همداشان په یو بل ټویټ کې ویلي، چې په قطر کې د متحده ایالاتو او طالبانو تخنیکي ډلو ترمنځ د سولې د خبرو پر جزئیاتو مذاکرات دوام لري.

هغه ویلي: "موږ کوښښ او دقت کوو چې راتلونکې ته ستونزې پاتې نه شي او افغانستان ته بیا څوک د مداخلې لاس را اوږد نه کړي".

د دواړو خواو کاري ډلو د سې شنبې په ورځ خبرې پیل کړي او د سولې د موافقې په تخنیکي اړخ، میکانیزم او عملي ګامونو باندې خبرې کوي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره د درې ورځې خبرو وروسته ډهلي ته تللی دی.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټر کې لیکلي چې د افغان سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع د رامنځ ته کولو په اړه یې له هندي چارواکو سره خبرې کړې دي.