د ملامنصور پاکستانی پاسپورت جعلي و؟

د طالبانو د پخواني مشر ملا منصور پاسپورت

د پاکستان د پاسپورت د ادارې هغه درې کارکوونکي له دندو شړل شوي چې ویل کیږي د طالبانو پخواني مشر ته یې پاسپورت ورکړی و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال د دغه هیواد د سنا غونډې ته ویلي چې د طالبانو پخواني مشر، اختر محمد منصور، د ولي محمد په نوم د پاکستان پاسپورټ درلود.

په ۲۰۱۶ کال کې ملامنصور د امریکا د بې پیلوټه الوتکي په بمي برید کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې افغان پولې ته نږدې ووژل شو. د پیښې په ځاې کې یو پاکستاني پاسپورټ، چې هیڅ زیان نه و ورسیدلی، وموندل شول چې د ملامنصور عکس ورباندې و خو نوم پکښې د ولي محمد و.

د امریکاغږ ډیوې راډیو د پاکستاني رسنیو په حواله راپور ورکړی چې د پاکستان د پاسپورټ د ادارې هغه درې چارواکي چې ملامنصور ته یې د ولي محمد په نامه پاکستاني پاسپورټ ورکړی و، له دندو شړل شوي دي.

څرګنده نده چې دغو چارواکو ولی ملامنصور ته پاکستاني پاسپورټ ورکړی و.

افغان او امریکايي چارواکي وايي د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې طالب مشران پالي او ورباندې په افغانستان کې روانه جګړه پر مخ بیايي، خو پاکستاني چارواکي وايي طالب مشران په افغانستان کې دي او دوې یې ملاتړ نکوي.

د پاکستان د پارلمان ځینو غړو له حکومت نه غوښتي چې د ملامنصور د پاکستاني پاسپورټ په اړه دې دوي ته نور معلومات هم ورکړل شي او دا باید څرګنده شي چې آیا د پاکستان استخباراتي کړیو پدغه کار کې لاس درلود که نه.