د سولې کاروان غړي: طالبان هڅه کوي موږ ځان سره بوځي

د هلمند د سولې کاروان غړي

د هلمند د سولې د کاروان ویاند بسم الله وطندوست ادعا کوي چې طالبانو د دغه کاروان ۲۷ غړي تښتولي دي.

ښاغلي وطندوست امریکا غږ ته وویل چې د سولې د کاروان غړي په شپږو موټرونو کې د هرات د ادرسکن ولسوالۍ څخه فراه ته په لار وو چې طالبانو بیولي دي.

نوموړي وویل چې ملګرو یې د سه شنبې په ورځ (دسمبر۲۴) د مازدیګر په پنځو بجو ورسره تماس نیولی او ورته یې ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته داخل شوي دي.

هغه وايي ملګرو یې ورته ویلي وو چې طالبان هڅه کوي چې د سولې د کاروان دغه غړي له ځان سره بوځي. تر دې دمه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

اخوا د فراه د پولیسو ویاند محب الله محب وايي چې د لویې لارو پولیسو د سه شنبې د ماسپښین په شاوخوا درې بجو دغه کاروان د فراه رود په لویې لارې لیدلی دی چې د بکواه او ګلستان ولسوالیو ته په لار وو.

د هلمند د سولې دغه کاروان شاوخوا دوې اونۍ مخکې له لښکرګاه څخه هرات ته حرکت وکړ. کاروان پتېیلي وه چې له هرات وروسته بادغیس او غور ولایتونو ته ولاړ شي خو د یخ موسم له کبله یې خپل لوری بدل کړ او شمالي، مرکزي او جنوبي ولایتونو ته یې سفر پيل کړ.

یو ځل مخکې هم طالبانو د هلمند د موسا کلا په ولسوالۍ کې د دغه کاروان ځینې غړي نیولي وو چې بیا یې پرېښودل.