د پکتیکا د بکې‌خیلو ولسوالۍ قوماندان ووژل شو

د پکتيکا پوليس وايي چې د دغه ولايت د بکې خېلو ولسوالۍ امنيه قوماندان له طالبانو سره په مخامخ نښته کې وژل شوی دی.

د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد آرين امريکاغږ ته وويل، دغه نښته چې تېره شپه د يادې ولسوالۍ په کرولو سيمه کې رامنځته شوې وه، د پوليسو قوماندان ساتنمن عبدالله جان چې په ميرعالم شاهين مشهور و، وژل شوی او دوه ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

نوموړي زياته کړه، په دې يو نيم ساعته جګړه کې چې افغان هوايي ځواک يې هم ملتيا کوله، اووه طالبان هم وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د آرين په وينا ساتنمن عبدالله جان د شاوخوا پنځو کلونو راهيسې د بکې خېلو ولسوالۍ د پوليسو د قوماندان په توګه دنده ترسره کوله.

تر دې مهاله د يادې نښتې او دغه راز د پوليسو د قوماندان د وژلو په هکله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.