د سولې په تړاو د امریکايي چارواکو پر څرګندونو د طالبانو د مشر اندېښنه

د طالبانو مشر د سولې په اړه د امریکايي چارواکو "پر ضد او نقیضو څرګندونو" اندېښنه ښودلې او د هغو د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

هبت الله اخندزاده د پنجشنبې په ورځ (زمري ۱۷مه) د لوی اختر په مناسبت په خپل اختریز پیغام کې، چې په څلورو ژبو خپور شوی ویلي، د سولې د خبرو په بهیر کې د امریکا د هوايي بریدونو زیاتوالی او د سولې په تړاو د امریکايي چارواکو "ضد او نقیضې" خبرې، د سولې په برخه کې د متحده ایالاتو پر ارادې شکونه پیدا کوي او د اندېښنې لامل کېږي.

هغه په خپل پیغام کې ویلي: "دا چې د مذاکراتي پروسې د بریا لپاره اساسي شرط دوه اړخیز اعتماد دی نو لازمه ده چې د دغسې منفي کړنو مخه ونیول شي".

د طالبانو مشر ټینګار کړی، چې په تیرو اتلسو کلونو کې پوځي ستراتیژیو ښودلې، چې د افغانستان جګړه نظامي حل لاره نه لري او باید پر سوله‌ییزو لارو چارو غور وشي.

هبت الله اخندزاده ویلي، چې طالبان د سولې مذاکرات "په جدیت سره پر مخ وړي او یوه قوي مذاکراتي ډله" یې په کار ګمارلې ده. هغه له امریکا څخه غوښتي، چې د مسئلې د حل لپاره "په رښتینې معنی" دا پروسه پر مخ بوزي.

د طالبانو مشر په خپل پیغام کې د لوی اختر په ورځو کې د اوربند په اړه څه نه دي ویلي، خو خپلو جنګیالیو ته یې امر کړی، چې په دې ورځو کې د ولسي وګړو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

هبت‌ الله اخندزاده په داسې حال کې د ولسي وګړو پر خوندیتوب ټینګار کړی، چې تیره ورځ په کابل کې د دغې ډلې موټربم برید له امله د لسو ولسي وګړو په ګډون ۱۴ تنه ووژل شول او ۱۴۵ نور چې لویه برخه یې غیرنظامیان دي ټپيان شول.

د افغان حکومت غبرګون

د افغانستان جمهوري ریاست د طالبانو د مشر د اختریز پیغام په غبرګون کې وايي، چې افغان ولس د دغه پیغام اورېدلو ته اړتیا نه‌لري.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي وویل، چې لا هم د طالبانو پیغام "وحشت، ویره او جګړه" ده.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان خلک غواړي، چې طالبان له جګړې لاس واخلي، له ویجاړولو لاس واخلي، د دغو پیغامونو په ورکولو سره هیڅ کله هم دا ډله د افغانستان خلک غولولی نه‌شي".

ښاغلي صدیقي په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو هیله څرګنده کړه.