طالبان بیا د واک انحصار غواړي؟ 

دا له طالبانو سره د خبرو له پیل راهېسې د طالبانو تر ټولو سوله ایز پیغام بلل کیږي

يوه پخواني امریکايي سفیر خبرداری ورکړی چې طالبان غواړي ټول واک ونیسي، خو طالبانو ویلي چې د انحصار په لټه کې ندي.‌

پداسې حال کې چې د طالبانو او امریکايي استازو تر منځ د سولې د یوه ممکنه تړون لپاره د پرمختګ خبرې کیږي، ځینو دا پوښتنه کړې چې آیا طالبان د پوره واک اخیستلو په لټه کې دي که به په اوسني سیاسي نظام کې مدغمه شي.

په قطر کې د طالبانو یوه ویاند سهیل شاهین اسوشیتډپرس ته ویلي دي چې طالبان د واک د انحصارولو په لټه کې ندي.

ښاغلي شاهین ویلي " افغانان باید له اشغال وروسته، تېرهېر کړي، یو بل وزغمي، نوی ژوند پیل کړي او د وروڼو په څېر له یو بل سره واوسیږي."

خو طالبان لاهم خپله ډله "د اسلامي امارت" په نامه یادوي‌ او ملاهبت الله ته "امیرالمومنین" وايي.‌

په افغانستان کې د متحدو ایالتونو پخواني سفیر راین کراکر بیا خبرداری ورکړی چې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم به طالبان د ټول واک د اخیستلو لپاره جګړه پیل کړي.‌

ښاغلي کراکر د فارین پالیسۍ ورځپاڼې سره په یوې مرکې ویلي " طالبان چې هره ژمنه یې زړه وغواړي، کوي، خو پوهیږي چې کله موږ (له افغانستان څخه) ووځو او طالبان بېرته وګرځي، د دغو تړونونو د پلې کولو لپاره به کومه لار نه وي پاتې."

طالبان د واک پر سر په ۱۹۹۴-۲۰۰۱ کې هم له بیلابیلو افغان ډلو سره په سختو جګړو بوخت و، خو د امریکا له پوځي مداخلې وروسته له واک نه وپرځول شول.‌