د افغان ښځو شبکه: د طالبانو دریځ نرم شوی

د قطر بین الافغاني غونډو کې یو شمېر ښځو هم ګډون کړی و

د افغانستان د ښځو شبکه وايي چې د قطر بین الافغاني ناسته مهمه وه او پدغه ناسته کې افغان میرمنو د طالبانو استازو ته په څرګنده د ښځو د حقوقو ویلي دي.

د ښځو د حقوقو یو شمیر هغه فعالانې چې په دوحه کې یې له طالبانو سره په بین الافغاني ناسته کې ګډون کړی وو، وايي، که څه هم د طالبانو دریځ یو څه نرم شو، خو دا هرڅه په یو څو غونډو نه بلکې زیاتو ناستو ته اړتیا لري.

د ښځو د شبکې یو شمیر غړو چې د دوحې په ناسته کې ګډون کړی وو، دا وايي، چې د طالبانو استازو د دوی خبرو او نظرونو ته غوږ نیوه خو دا هم وايي چې د طالبانو په فکر کې مطلق بدلون وخت ته اړتیا لري.

د دوحې د بین الافغاني ناستې ګډونواله او د ښځو د شبکې غړې عزیزه وطنوال عزیزي وايي" دوی زمونږ نظرونه واوریدل، زمونږ بحثونو ته غوږ وو، په ګڼو مسائلو مو ورسره خبرې وکړې د دوی په دریځ کې فرق راغلی دی".

ددې شبکې نورې غړې وايي چې طالبانو سره دا ناسته مهمه وه، خو ټولې ستونزې په یوې ناسته نه حل کیږي. شاه ګل رضايي چې د دوحې په ناسته کې یې ګډون کړی وو وايي" هر څه په یو ځل نه بدلیږي دا چې جګړه پيچلې ده سوله هم پيچلې ده او وخت ته اړتیا لري".

د ښځو د شبکې بلې غړې ماریه اکرمي بیا وايي، چې د افغانستان خلک له خپلو غوښتنو نه تیریږي. هغه وايي" دا موضوعات که څه هم په یوه او دوه غونډو نه ختمیږي خو زمونږ د خلکو له غوښتنو نشو تیریدلی".

د قطر بین الافغاني ناسته د جولای په اوومه او اتمه ترسره شوه او دغې ناستې یوه پرېکړه لیک هم صادر کړ خو د عام افغانانو په ويناء چې کومه پایله یې نه درلوده